ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان د عامې روغتيا رييس ټپي شو

د اروزګان د عامې روغتيا رييس ټپي شو

author avatar
26 Dec 2019 - 15:28
د اروزګان د عامې روغتيا رييس ټپي شو
author avatar
26 Dec 2019 - 15:28

ترینکوټ (پژواک، ۵ مرغومى ۹۸): د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې د ماين چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او د دغه ولايت د عامې روغتيا د رييس په ګډون درې تنه نور ټپيان شوي دي.

د ترینکوټ ښار د لومړۍ امنیتي حوزې امر دويم څارن حاجي نظرمحمد د مرغومي په پنځمه پژواک ته وویل، پېښه نن څه باندې دوه بجې د ترینکوټ ښار اړوند د ګرم اب مانده سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د عامې روغتیا رییس ډاکتر خان اغا میاخېل په خپل موټر کې د تېرېدو په حال کې و.

نوموړی وایي، ماین زرنج موټر سایکل کې ځای پر ځای شوی و چې وروسته یې چاودنه کړې ده.

دهغه په وينا، په پېښه کې یوه ښځه او نارینه چې له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې وو وژل شوي او د رییس په ګډون درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د ترینکوټ د ملکي روغتون یو تن ډاکتر د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وویل، روغتون ته یې دوه جسدونه او درې ټپیان ور وړي دي.

سرچینه وایي، چې په ټپيانو کې د عامې روغتيا رييس او دوه نور همکاران يې شامل دي.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې  نه دى منلى .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.