د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار د دهلې بند د پراختیا چارې چټکې شوي

د کندهار د دهلې بند د پراختیا چارې چټکې شوي

Dec 26, 2019 - 11:24

کندهار (پژواک، ۵ مرغومی ۹۸): چارواکي وايي چې د کندهار د دهلې بند د پراختیا چارې ګړندۍ شوي او ډېر ژر به یې عملي چارې پيل شي.

په دې لړ کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت یو ټیم په ساحه کې د دغې پروژې اړوند تر استملاک لاندې ځمکو د تصفیې چارې هم پیل کړې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال الماس زاخېلوال پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار د دهلې بند د پراختیا کارونه چټک شوي چې د دغه ولایت د اوسېدونکو لپاره ښه خبر دی.

هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې د دغه بند د پراختیا اړوند د تفصیلي ډیزان او څارنې لپاره د مشورتي شرکت د ګومارنې تدارکاتي پروسه پيل شوې او ژر به اعلان ته وسپارل شي.

دی وايي، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د یوه ټیم په مرسته په ساحه کې د دغې پروژې اړوند تر استملاک لاندې ځمکو د تصفیې چارې هم پیل شوي چې په ښه توګه روانې دي.

د نوموړي په خبره، د پروژې له پلي کېدو سره به د دغه بند دېوالونه ۱۳،۶ متره لوړ شي چې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا به یې له ۲۸۸ میلیونه متره مکعبه څخه ۷۸۲ میلیونه متره مکعبه ته لوړه شي او د دې تر څنګ به د ۳۰ مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا هم ولري.

هغه زیاتوي، په دې توګه به دغه بند د دغه ولایت د ۸۱ زره هکتاره ځمکو او باغونو د خړوبولو جوګه شي.

په دې وروستیو کې د دهلې بند د پراختیا او ځمکو د استملاک په موخه یو پلاوی له کابل څخه کندهار ته راغلی و چې له چارواکو او د سیمې له مخورو سره یې پر اړوندو مسایلو خبرې کړې وې.

په دې اړه د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب پژواک خبري اژانس ته وویل، د دهلې بند د پراختیا پروژې اړوند د ځمکو د استملاک په موخه اسیايي بانک تېر کال سروې کړې ده.

هغه زیاته کړه، د دې ولسوالۍ د خلکو غوښتنه دا ده چې د دوی د ځمکو د استملاک چارې دې د همدې سروې له مخې مخ ته لاړې شي.

دی وايي، د دغې ډېرې مهمې پروژې په بشپړېدو کې به د خلکو غوښتنې تر ولسمشر او اړوندو وزارتونو رسوي، څو ځايي اوسېدونکو ته د هغوی له غوښتنو سره سم په عادلانه توګه د کرنیزو ځمکو، باغونو، کورونو او اشجارو د استملاک بدیل ورکړل شي.

د کندهار د سیندیزې حوزې رییس انجنیر توریالی محبوبي هم وايي چې له اوږده انتظار او ډېر کار وروسته د دهلې بند د سروې، ډیزاین او استملاک اړوند چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به یې عملي کار پیل شي.

هغه وویل، د دهلې بند پروژه څلور برخې لري چې د بند د دېوالونو لوړول، د کرنې د کانالونو عصري کول، د کندهار ښار لپاره د څښاک د اوبو شبکې جوړول او د ۳۰ مېګاواټه برېښنا تولید په کې شامل دي.

دی وايي، د دهلې بند دېوالونه به ۱۲ متره او د پارچاوې دېوالونه به ۱۳،۶ متره لوړ شي چې ورسره به په دغه بند کې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا درې برابره لوړه شي.

د ده په خبره، شاوخوا ۷۰ کاله مخکې چې دغه بند جوړ شوی و، د ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو د ځایولو وړتیا یې لرله، خو د ډېرو کلونو په تېرېدو دغه بند ۴۳ سلنه له رسوباتو ډک شوی او اوس یې د اوبو زېرمه کولو وړتیا ۲۸۸ میلیونه متره مکعبه اوبو ته راټیټه شوې ده.

خو دی وايي، د دهلې بند د دېوالونو په لوړولو سره به دغه بند د ۷۸۲ میلیونه متره مکعبه اوبو وړتیا ولري چې د دې ولایت کروندګر او باغ لرونکي به بشپړ کال د کرنې او مالدارۍ لپاره کافي اوبه ولري.

محبوبي خبر ورکړ چې اوسمهال د بند د کم ظرفیت له امله په میلیونونو متره مکعبه اوبه ضایع کېږي.

له دې ور ها خوا د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او کاناليزاسيون لوی رییس انجنير حميد الله يلاني وايي چې د کندهار د د دهلې بند جوړولو په پروژه کې د څښاک د پاکو اوبو د یوې لویې شبکې جوړول په پلان کې دي چې د کندهار ښار د ټولو اوسېدونکو د اوبو ستونزه به حل کړي.

هغه زیاته کړې وه، د اوبو د دغې شبکې پر جوړولو ۲۰۰ میلیونه ډالر لګښت راځي چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي او د دغې شبکې په جوړېدو سره به دوی وتوانېږي د کندهار ښار ټولو اوسېدونکو ته د نلونو له لارې ۲۴ ساعته پاکې اوبه ورسوي.

څو اوونۍ وړاندې د کرنې او پرمختیا په چارو کې د ولسمشر سلاکار عبدالحمید هلمندي هم کندهار ته سفر کړی و او پژواک خبري اژانس ته یې ویلي و چې د دهلې بند پروژه تر راتلونکو درېیو کلونو بشپړېږي چې کرنه به ورسره بېسارې وده وکړي.

هلمندي وویل، د دهلې بند پروژه په څلورو برخو کې د ۶۵۰ میلیونه ډالرو په لګښت پلې کېږي چې تر راتلونکو درېیو کلونو به بشپړه شي.

هغه دا د کندهار لپاره لوی زېری وګاڼه او ویې ویل چې له دې سره د اوبو د کمښت ستونزه کمېږي او کرنه وده کوي.

دغه بند اوس مهال د کندهار د اوو ولسواليوشاوليکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند،ډنډ او دامان کرنېزې ځمکې او باغونه خړوبوي.

له سوداګرو او صنعتکارانو سره په لیدنه کې د ولسمشر دغه سلاکار وویل چې د دهلې بند پروژې له بشپړېدو سره د کرنې تر څنګ نور سکتورونه هم پیاوړي کېږي او پر پښو درېږي.

هغه زیاته کړه، پانګه وال او سوداګر دې کورنیو اړتیاوو ته په پام داسې پانګونه وکړي چې کورني محصولات په کې پروسس او تر نړیوالو مارکېټونو ورسول شي.

نوموړي په دې برخه کې د مېوې د پخواني شرکت پر بیا فعاله کېدو ټینګار وکړ چې اوس فلج دی.

د ده په خبره، که زموږ محصولات هر څومره زیات شي خو تر هغه مو په درد نه خوري څو صنعت مو وده نه وي کړې او دلته یې د پروسس امکانات نه وي.

د کندهار والي حیات الله حیات وايي، د دهلې بند پروژه د اوبو د مهارولو او د کرنې د ودې په برخه کې تر ټولو لویه او مهمه پروژه ده چې د دې ولایت اوسېدونکي یې کار پیلولو ته انتظار باسي.

هغه د دغې پروژې د عملي چارو د ژر پيل کېدو غوښتنه وکړه.

دهلې بند له کندهار ښار څخه ٤٠ کيلومتره لرې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې شاوخوا ۷۰ کاله وړاندې د امريکا د متحده ايالاتو په مالي لګښت جوړ شوى.

څو کلونه مخکې د همدې بند د لومړي پړاو ترميماتي چارې د امريکا د متحده ايالاتو په ٧١ ميليونه ډالر لګښت تر سره شوې چې په کې د بند د لويو او کوچنيو دروازو، وال هاوس، تونل، کانالونو او اړوندې مشينرۍ د نوي کولو او جوړولو چارې شاملې وې.

د چارواکو په وینا، ياد شوي ټول کارونه تر سره شوي او اوس بند چمتو شوی چې د دويم پړاو کارونه يې پيل شي.

په دې وروستیو کې اسيايي پرمختیايي بانک چې په افغانستان کې د برېښنا او کرنیز سکتور د پیاوړتيا لپاره کار کوي، د دغې پروژې د پیلولو هوډ کړی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement