د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په تېرو درېیو کلونوکې په فاریاب کې د «دهندرې» بند د جوړېدو دوه سلنه کار ترسره شوی

په تېرو درېیو کلونوکې په فاریاب کې د «دهندرې» بند د جوړېدو دوه سلنه کار ترسره شوی

Dec 26, 2019 - 14:10

 

میمنه (پژواک، ٥ مرغومی ۹۸): په فاریاب ولایت کې د «دهندرې» بند چې یو شمېر دولتي چارواکي  یې هم د پروژې سهم لرونکي دي د جوړېدو کار له درېیو کلنو وروسته یوازې دوه سلنه مخته تللی خو د یاد بند د امنیت ساتنې په موخه له ۱۰۰ ډېرو امنیتي منسوبین وژل شوي او ټپیان دي.

د پژواک د یوه راپور له مخې د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ د دهندرې بند د جوړېدو کار د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۳۰ مه پیل شوی دی.

د هغه وخت د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو ویلي وو چې یاد بند افغانستان کې د پنځو لویو بندونو له ډلې دی چې ۶۷ متره لوړوالی لري، له ۲۰ میلیون مترمکعب ډېرې اوبه په کې زېرمه کېږي او د ۳۷ میلیون ډالرو په ارزښت به په راتلونکو پنځو کلونو کې د دولت له بودیجې جوړ شي.

د دوی په خبره، د یاد بند په جوړېدو شاوخوا څلور زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبیېږي او دغه بند د یو نیم مېګا واټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

خو د پژواک موندنې ښيي چې د شاوخوا درېیو کلونو په تېرېدو د دغه بند د جوړېدو یوازې دوه سلنه کار ترسره شوی دی.

د یاد بند د کار د نه پرمختګ په اړه اندېښنې

د فاریاب د والي ویاند نقیب الله فایق پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د پښتونکوټ ولسوالۍ د دهندرې بند تړون د څلور میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د «مپتا جي وي» ساختماني شرکت سره لاسلیک شو او د هغه وخت د اوبو او انرژۍ د وزیر او نورو چارواکو له خوا پرانیستل شو خو په یاده موده کې یې یوازې دوه سلنه کار ترسره شوی دی.))

هغه زیاته کړه: ((د بند په سیمه کې ټولې امنیتي او ټولنیزې ستونزې او ګواښونه حل شوي، لازمه حکومتي همکاري موجوده ده، د بند  امنیت د ټینګښت په موخه د پام وړ امنیتي سرتېري مېشت دي، هغو کسانو ته قناعت ورکړل شوی چې کورونه، ځمکې او ونې یې د بند په کاسه کې راځي، سیمه ییزو طالبان قومي مخورو ته ډاډ ورکړی او د هېواد ولسمشر هم د بند د جوړېدو د کار په چټکتیا ټینګار لري خو قراردادي شرکت په چل او دوکه وخت ضایع کوي.))

نوموړي زیاته کړه، د بند په سیمه کې د ټولو اسانتیاوو پر موجودیت سربېره په تېرو درېیو کلونو کې یوازې د خوب دوې خونې جوړې شوې دي.

فایق زیاتوي: ((خلک د مرکزي چارواکو له بې پروایی او ساختماني شرکت له دروغو او دوکې ستړي شوي او که د بند د جوړېدو کار پیل نه شي پراخ لاریونونه به وکړي.))

د دهندرې بند د ساتنې کنډک قوماندان فېروز دهندره د بند د سیمې د امنیتي خوندیتوب ډاډ ورکړ او پژواک ته یې وویل: ((قوي مرکزونه او ځایونه دي، د شرکت انجنیران امنیتي سرتېري او زغروال وسایل لري خو په سیمه کې هېڅ عملي کار نه دي پيل شوی.))

هغه زیاته کړه: ((په تېرودرېیو کلونو کې پرته له دې چې ددغه بند لږ کار ترسره شي د له ۵۰ ډېر سرتېري او ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي، خو دغه ټولې قربانۍ او وینې بې ګټې وې.))

د دهندرې سیمې قومي مشر ملا غلام نبي وايي چې د سیمې اوسېدونکي له کورنو، ځمکې او کرنې څخه تېر شوي څو دغه بند جوړ شي، خو لیدل کېږي چې په تېرو درېیو کلونو کې هېڅ کار نه دی ترسره شوی.

هغه له حکومته وغوښتل چې د بند د جوړېدو د ځنډ لامل خلکو ته روښانه کړي، ایا د شرکت بې تفاوتي ده که حکومتي چارواکي نه غواړي دغه بند جوړ شي.

له لوړپوړو دولتي چارواکو سره د بند د جوړېدو تړون

د دغه بند د جوړېدو د کار تړون په ۱۳۹۶ کال کې د مپتا جي وي (MPTA  JV) شرکت سره شوی دی، د ملي امنیت سلاکار عتیق الله نوشیر او د ولسي جرګې غړي محمد رسول فاریابي ددغه شرکت مرستیالان دي.

د راپور له مخې، عتیق الله نوشېر د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۲۰ مه د پالیسۍ او دارالانشا په چارو کې د ملي امنیت مرستیال سلاکار په توګه ټاکل شوی دی.

په فاریاب کې یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي پژواک خبري آژانس ته وویل، د دهندرې بند تړون د ملي امنیت شورا د مرستیال عتیق الله نوشېر او ولسي جرګې د غړي حاجي محمد رسول له شرکت سره کړی دی.

 

هغه زیاته کړه: ((د پروژې اصلي تطبیق کوونکی د الهاشم کمپنیو ګروپ د برقي ملزماتو شرکت دی چې په محمد رسول فاریابي پورې تړاو لري، باید رسول فاریابي خلکو ته ځواب ووايي چې ولې یې د دهندرې بند کارونه ځنډولي او تر اوسه یې د جوړېدو خښته نه ده اېښې.))

شنونکي: ددغه بند د جوړېدو قرار داد له داسې شرکت سره چې سهم لرونکي یې لوړپوړي دولتي چارواکي دي د قانون خلاف او فساد زېږوونکی دی.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد پوهاند ودیر صافي پژواک ته وویل، له داسې شرکتونو سره د زېربنايي پرژو تړون چې سهم لرونکي یې حکومتي مامورین یا د ملي شورا استازي وي د قانون خلاف او اداري فساد ته د زمینې برابرونکی دی.

هغه زیاته کړه: ((کله چې د یوه شرکت مشر حکومتي چارواکی یا د ملي شورا وکیل وي حتمن خپلې شخصي ګټو ته د ملي ګټو په پرتله ارزښت ورکوي او په خپله ګټه کارکوي، دویم دا چې حکومت هم له دغه ډول پروژو څارنه نه کوي.))

د حقوقي چارو شنونکی ګل رحمان قاضي هم وايي: ((په دې هېواد کې هر څه د فساد زېږنده دي، فساد اوج ته رسېدلی، دا لومړۍ ځل نه دی چې دغه ډول کار ترسره کېږي، د دغه ډول لسګونو سترو پروژو تړون داسې شرکتونو ته ورکړل شوی دی چې په دولتي چارواکو، د ملي شورا په استازو یا د دوی په خپلوانو پورې اړه لري.))

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد شهلا فرید پژواک خبري اژانس ته وویل: ((مهمه داده چې یو شرکت په ښه کیفیت کار ترسره کولای شي او کنه؟))

نوموړې له جزیاتو پرته وویل، پخوا هم د دغه ډول لویو پروژو کار داسې شرکتونو ته سپارل شوی چې له حکومتي چارواکو سره تړاو لري.

 

هغې زیاته کړه: ((په افغانستان کې معمولا هغه قراردادونه چې له داسې شرکتونو سره شوي چې مالک یې یا د پارلمان وکیل او یا لوړ پوړی دولتي مامور وي سربېره پر دې چې پروژه یې په بریالیتوب پای ته نه ده رسولې بلکې اجازه یې نه ده ورکړې چې له پروژې څارنه وشي.))

نوموړې وايي، مخکنیو تجربو ته په کتو باید ددغه ډول لویو پروژو قراردادونه داسې کسانو ته ورنکړل شي.

مېرمن فرید زیاته کړه: ((ددغه کار تکرار فساد ته زمینه برابروي او زما په نظر باید تکرار نشي، او دغه ډول پروژې باید داسې شرکتونو ته ورکړل شي چې ښه باور ولري او په هېڅ دولتي چارواکي پورې اړه ونلري.))   

د فاریاب د مدني ټولنې رییس سید زین الدین عابدي وايي: ((ددغه بند اجرايي مرحلې د قوانینو او اصولو خلاف د ملي امنیت شورا یوه منسوب په لاس کې دي او غواړي وخت ضایع کړي څو د وخت په تېرېدو او واک په بدلېدو د هغه پیسې د خپلو شخصي ګټو لپاره وکاروي.))

هغه په پارلمان کې د خلکو استازي د لویو پروژو د اجرایي پړاوونو د تعقیب په ځانګړې توګه بندونو په برخه کې په ناپامۍ تورنوي او وایي چې، دا د استازو دنده ده څو له خیانت کوونکو څخه د خپلو خلکو حقونه واخلي.

نوموړي زیاته کړه: «له دې مخکې د المار بند له پنځوس مېلیونه ډېرو ډالرو په ارزښت پیل شو؛ خو دا چې د هغه بند په تړون کې پر فساد کې د ښکېلو دولتي چارواکو لاس و؛ له څو کلونو ورسته پروژه لغوه شوه.»

د مپتا ګروپ یوشمېر سهم لرونکو ځوابونه

په ولسي جرګه کې د خلکو استازي محمد رسول فاریابي او د مپتا جې وي شرکت یو سهم وال چې اوسمهال په هندوستان کې دی، پژواک ته وویل چې مرستیال یې ځواب ورکوي.

ددغه شرکت مرستیال انجنیر حمیدالله حبیبي چې د محمد رسول فاریابي په استازیتوب یې خبرې کولې وویل: «د مپتا شرکت له دوو افغاني «ملزومات برق و ۲» ATX، «شرکت بهینه سازان» او «تابلو ساز ایراني» شرکتونو څخه جوړ دی چې حاجي محمد رسول فاریابي د مپتا ګروپ مرستیال دی.»

 

نوموړي د ملي امنیت شورا د مرستیال عتیق الله نوشېر د مسوولیت او سهم په اړه وایي چې ای ټکس ټو شرکت د نوشېر د ورور دی او نوشېر څه موده بېکاره و چې د ورور د شرکت مسوولیت یې پر غاړه درلود، خو کله یې چې د ملي امنیت په شورا کې دنده واخیسته، د ورور د شرکت مسوولیت یې پرېښود او نوم یې له سیستم څخه بهر کړ.

 

په مپتاطي شرکت کې د دهندرې پروژې مدیر انجنیر فتح الله زاده په دې اړه خپل پیغام داسې لیکلی چې ددغې پروژې تړون  په ۱۳۹۶ کال کې وشو او باید په ۲۶ میاشتو کې بشپړه شوې وای.

نوموړي وویل: «د تړون د اسناد د څېړنې او مطالعاتو له پیل وروسته مو پام شو چې بند د جوړښت او ډیزاین له مخې ډېرې ستونزې لري. له همدې امله زمونږ د ډیزاین ډلې د مطالعاتو له بشپړېدو وروسته د بند ځای و ټاکه او وړاندیز یې وکړ چې د بند لوړوالی دې ډېر شي څو ډېرې اوبه ولرو چې په پایله کې بند په راتلونکي کې له مشکل او  ماتېدو سره مخ کېده.»

دده په خبره، اوس مهال بند د هاېدورلیک او سیلاب له اړخه په مناسب ډول ډیزان شوی، د بند د کاسې ظرفیت ته ۶۶ اعشاریه ۲۵ میلیونه زیاتوالی ورکړل شوی، د اوبو وېش او ذخیره یې په نړیوال استندرد لوړه شوې، د وتونکو اوبو د کنټرول لپاره لازم  وسایل او تجهیزات، تعمیرونه او د سېلاب وړاندوینه شوې ده. 

نوموړی وایي: «دا ټول مسایل مو د اوبو او انرژۍ وزارت سره شریک کړل او نوې طرحه او ډیزاین مو دغه وزارت ته واستول، خو له بده مرغه شپږ میاشتې کېږي چې وزارت زمونږ د طرحې او ډیزاین د تایید او رد ځواب نه دی راکړی.

د سرچینې په خبره، د وزارت له خوا ددغې طرحې له تایید وروسته به ډېر ژر عملي کار پیل شي.

حکومتي مسوولان هم ځواب ورکوي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند احمد سیر نېکزاد پژواک خبري اژانس ته وویل چې شاوخوا یو اعشاریه پنځه سلنه درېدلي کارونه پرمخ تللي او تخنیکي او د ډیزان چارې یې بشپړې شوې او عملي کار به یې ډېر ژر پیل شي.

نوموړي د اندېښنو او ددغې پروژې د کار د سستۍ په اړه شکایتونو ته په اشاره وویل، د وزارت لپاره د کیفیت بحث مهم دی او د وزارت ټینګار پردې وي چې ددغه بند په جوړولو کې باید دقت څخه وشي.

نوموړي په دې اړه چې ولې دغه تړون میتا ګروپ ته سپارل شوی، وویل: «مونږ له یوې رسمي کمپنۍ سره چې د صنعت او تجارت وزارت جواز لري د  قانوني  بهیر یعنې د ملي تدارکاتو له لارې دا تړون د میتا له کمپنۍ سره وکړ، یانې په دې کمپنۍ کې د ملي امنیت د شورا د استازي ښاغلي نوشیر او یا د یوه بل دولتي چارواکي موجودیت پر دغه تړون هېڅ اغېز نه لري.»

نېکزاد په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې په دغه شرکت کې د لوړ پوړو چارواکو موجودیت به د فساد سبب شي او دوی به وزارت ته د څارنې اجازه ورنه کړي، وایي: «موږ به د دغه پروژې د کار کلکه څارنه ولرو، زموږ لپاره ټول شرکتونه یو شان دي، په دغه شرکت کې د ښاغلي نوشیر او نورو کسانو شتون به زموږ د نظارت په بهیر هېڅ اغېز ونه کړي.»

په ورته وخت کې د صنعت او تجارت وزارت ویاند سمیر رحماني وایي چې یاده کمپنۍ له صنعت او تجارت وزارت سره ثبت ده او د قانون له مخې ورته اجازه ورکړل شوې ده.

خو نوموړي وویل چې ددغه ډول تړونونو د ورکړې په برخه کې دې د اړوندو ادارو له خوا پاملرنه وشي.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه څو د ملي تدارکاتو ادارې نظر هم ولري، خو پر پرله پسې اړیکو سربېره ددغه دفتر ویاند په دې اړه ځواب ویلو ته حاضر نه شو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement