جلال اباد (پژواک، ۶ مرغومی ۹۸): سیلاب قول اردو، لغمان کې د هوایی برید پر مهال د دغه ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي په ګډون د شلو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي، خو طالبان دغه څرګندونې ردوي.
د سيلاب قول اردو وياند ډګرمن هارون يوسفزي نن (د مرغومي شپږمه) پژواک خبری اژانس ته وويل چې تېره شپه د لغمان د الينګار ولسوالۍ په بديع اباد سيمه کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريد وشو.
دی وايي، په دغه بريد کې د زین العابدين په نوم د لغمان لپاره د طالبانو د نومول شوي والي په ګډون شل طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
د لغمان د والي وياند اسد الله دولتزي هم وویل چې دغه برید کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي، خو زیاته یې کړه چې د لغمان لپاره د طالبانو د والي له وژل کېدو معلومات نه لري.
وسله وال طالبان هم د حکومتي چارواکو دا ادعا رد کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن