ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ لومړنۍ محکمې درې مجرمین پر بند محکوم کړل

د بلخ لومړنۍ محکمې درې مجرمین پر بند محکوم کړل

author avatar
28 Dec 2019 - 14:27
د بلخ لومړنۍ محکمې درې مجرمین پر بند محکوم کړل
author avatar
28 Dec 2019 - 14:27

مزارشريف (پژواک، ۷ مرغومی ۹۸): د بلخ ولايت لومړنۍ محکمې دوه سړي او يوه مېرمن د انسان تښتولو او زنا په جرم پر اتلس او ۱۴ کلونو بند محکوم کړل.

مجرمين چې هر يو زلمی، غلام رسول او سنبل نومېږي، د مرغومي په ۷مه په مزارشريف کې د يوې علني محکمې پر مهال ورته دغه سزا واورول شوه.

د دې پېښې موظف څارنوال کارمل پژواک ته وويل چې مجرمينو د مزارشريف اوسېدونکی حاجی محمد علم لومړی اختطاف کړی او بيا يي د خوشې کېدو په بدل کې ترې دوه سوه زره امريکايي ډالر غوښتي دي.

هغه زياته کړه چې درېیو واړو مجرمينو د تحقيق پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

تښتول شوی حاجي محمد علم چې په ياده محکمه کې يې ګډون درلود، رسنيو ته يې وويل چې تښتوونکو يې د وژلو پلان درلود.

هغه زياته کړه چې د سنبل نومې ښځې له خوا په دې پلمه چې ګني خپل قرض پيسې به يې ورکوي، غوښتل شوی او بيا د زلمي او غلام رسول له خوا تښتول شوی دی.

د هغه په وينا، څو ورځې له اختطاف کوونکو سره بندي وو چې بيا بالاخره په تېښته بريالی شو.

هغه هم وويل چې تښتوونکو ترې د خوشي کولو بدل کې دوه سوه زره امريکايي ډالر غوښتي وو.

په ورته مهال د مزارشريف ښار د لومړنۍ محکمې قاضي وجيه الدين تورونو کسانو ته د قضايي پلاوي پرېکړه واوروله.

هغه وويل چې د حاجي محمد علم د اختطاف په قضيه کې زلمي او غلام رسول ته د افغانستان د جزا قانون په مطابقت کې اتلس اتلس کاله بند سزا او سنبل نومې ته د زنا په قضيه کې دوه کال او شپږ مياشتې او همدا راز د اختطاف په قضيه کې ۱۲ کاله د تنفيذي بند جزا ورکړل شوه.

يادو مجرمينو هم په ټوله کې د اختطاف موضوع باندې اعتراف کاوه خو د عدالت غوښتنه يې کوله.

د محکمې موظف قاضي دا هم وويل چې مجرمين د استيناف غوښتنې حق او صلاحيت لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.