ایبک (پژواک، ۷ مرغومی ۹۸): د سمنګان ولایت پولیس د دغه ولایت په دره صوف پایین ولسوالۍ کې د ۱۱ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي، خو یو سیمه ییزه سرچینه وایي چې په دې ډزو کې د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون د مسوول په ګډون دوه طالبان وژل شوي دي.
د سمنګان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول منیر رحیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دولتي ځواکونو د دره صوف پایین ولسوالۍ په یوشمېر سیمو کې عملیات پیل کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې پرون وروسته له غرمې د یادې ولسوالۍ په اهنګري سیمه کې د عملیاتو په لړ کې د درده صوف ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون د مسوول بدر په ګډون ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې یو دولتي سرتېری برسېرن ټپي شوی.
د خو یوه ځای اوسېدونکی چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل چې په یادو عملیاتو کې د طالبانو د نظامي کمېسیون د مسوول بدر په ګډون دوه وسله وال طالبان او یو دولتي سرتېری وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې څلور دولتي سرتېري هم ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن