ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې هم د کلدارو د مخنیوي پرېکړه وشوه

په کندهار کې هم د کلدارو د مخنیوي پرېکړه وشوه

author avatar
28 Dec 2019 - 18:15
په کندهار کې هم د کلدارو د مخنیوي پرېکړه وشوه
author avatar
28 Dec 2019 - 18:15

کندهار (پژواک، ۷ مرغومی ۹۸): له هغه وروسته چې په ننګرهار او خوست ولایتونو کې د کلدارو په راکړه ورکړه بندیز ولګېد، د کندهار چارواکو هم په دې ولایت کې د کلدارو د مخنیوي پرېکړه وکړه.

په دې اړ نن د مرغومي په ۷مه په ولایت مقام کې د والي په مشرۍ غونډه جوړه شوې وه چې د ولایتي شورا، د افغانستان بانک، ښاروالۍ، عدلي او قضايي ارګانونو، امنیتي ادارو، علماوو شورا او حج او اوقاف ریاست مسوولینو او استازو په کې ګډون کړی وو.

په پیل کې د یادو شوو ادارو استازو په کندهار کې په کلدارو د راکړې ورکړې پر لاملونو خبرې وکړې او د هغو د مخنیوي پر لارو چارو یې نظرونه ورکړل.

په دې غونډه کې د ولایتي شورا، علماوو شورا، حج او اوقاف، افغانستان بانک، عدلیې ریاست، څارنوالۍ، د ولایت مقام سکتوري خدماتو، امنیه قومندانۍ او ملي امنیت له استازو ګډ کمېسیون وټاکل شو څو د کلدارو د مخنیوي لپاره د عامه ذهنیت پر جوړولو کار وکړي.

د کندهار والي حیات الله حیات وویل، دوه اونۍ وروسته که څوک پر کلدارو راکړه ورکړه وکړي، نو جدي قانوني چلند به ورسره وشي.

هغه ښاروالۍ ته دنده وسپارله چې د نوې نرخنامې پر جوړولو کار وکړي څو خلک خبر شی او راکړه ورکړه په افغانیو وکړي.

دغه راز والي د افغانستان بانک له ادارې وغوښتل چې د افغانیو د ترویج لپاره دې تبلیغاتي مواد چمتو کړي څو د افغانیو د ترویج او ملاتړ په موخه یې د ټولنې بېلابېل بنسټونه په وېشلو او خپرولو کې همکاري وکړي.

نوموړي وویل، د حج او اوقاف ریاست دې د ټولو جوماتونو ملا امامانو ته خبر ورکړي څو د راتلونکو جمعو په ورځو د کلدارو د مخنیوي او افغانیو د ترویج په موخه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

والي د کندهار ملي راډیو ټلوېزیون ته هم دنده وسپارله چې سر له اوسه د افغانیو د ترویج په اړه پيغامونه خپاره کړي څو خلک خبر شي چې له دوو اونیو وروسته د کلدارو پر راکړه ورکړه ورسره قانوني چلند کېږي.

هغه ولایتونه چې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پراته دي، ورځنی کارو بار په کې تر ډېر په پاکستانۍ کلداره کېده چې دوه له دغو ولایتونو ننګرهار او خوست وو.

څو اونۍ وړاندې په دغو ولایتونو کې د کلدارو پر راکړه ورکړه د بندیز په موخه له ځینو لارو چارو کار واخيستل شو چې بریالۍ ثباته شوه.

په همدې بنسټ پرېکړه شوې چې په کندهار کې هم پر کلدارو بندیز ولګېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.