ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

معلول شخص: د واده پیسو پیداکولو لپاره مې په ایران کې د بدن څلور غړي له لاسه ورکړل

معلول شخص: د واده پیسو پیداکولو لپاره مې په ایران کې د بدن څلور غړي له لاسه ورکړل

author avatar
29 Dec 2019 - 19:24
معلول شخص: د واده پیسو پیداکولو لپاره مې په ایران کې د بدن څلور غړي له لاسه ورکړل
author avatar
29 Dec 2019 - 19:24

ميمنه (پژواک، ٨ مرغومی ٩٨): د فاریاب ۴۰ کلن اوسېدونکی چې په ایران کې د کار پر مهال یې دوه لاسونه او دوې پښې له لاسه ورکړي، وايي چې په هېواد کې د بېوزلۍ، بېکارۍ او ناامنۍ له امله یې د واده لپاره د پیسو پیداکو په هدف بهر ته سفر وکړ، خو د بدن د څلورو غړو د له لاسه ورکولو وروسته هېواد ته راستون شو او اوس د کورنۍ د اوږو بار دی.

د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ د دغه اوسېدونکي نوم حمیدالله دی چې هره ورځ د میمنې ښار په څنډو یې سوال کوي.

له حمیدالله زماني سره چې د میمنې ښار د سړک په یوه څنډه کې ناست او له خلکو د مرستې غوښتنه کوي، د خبرو لپاره کېناستم.

نوموړي ته په لومړي ځل کتلو مې احساس وکړ چې دى یو ارام شخص دی، خو د ده کتلو د هغه په سینه کې د بې درمانه درد کیسه کوله.

حمیدالله زما غوښتنه په خندا ومنله او حاضر شو چې څو شېبې ورسره خبرې وکړم، لومړی یې په دې اړه چې څه ډول یې خپل لاسونه او پښې له لاسه ورکړل؟ وویل: ((لس کاله مخکې چې تازه مې کوژده کړې وه، د خسر کورنۍ رانه د ۴۵۰ زره افغانۍ ولور غوښتنه وکړه، ما دومره پیسې نه لرلې او د بزګرۍ له لارې یې پوره کول هم اسانه کار نه و، مجبور شوم د یادو پیسو د پیداکولو لپاره ایران ته لاړ شم.))

هغه د ساړه اسوېلي په وېستلو زیاته کړه: ((په تهران کې مې یو نیم کال درانه ساختماني کارونه وکړل چې یوه ورځ د کار په جریان کې د برېښا له عمومي مزي سره ټکر وکړ او له دویم پوړ څخه لاندې ولوېدم.))

حمیدالله چې ستونی یې له ژړا ډک او د خبرو توان یې له لاسه ورکاوه، څو شېبې چوپ شو، خو وروسته یې وویل: ((له څو ورځو وروسته مې چې سترګې خلاصې کړې، نیم انسان وم، د برېښنا له مزي سره د ټکر او له دویم پوړ څخه د لوېدو له امله مې دواړه لاس او پښې قطع شوي وو.))

نوموړي وویل، که څه هم نور مې د کار توان نه درلود او ټولې هیلې مې بربادې ګڼلې وې، خو خسر مې له ایرانه افغانستان ته انتقال کړم او له روغتیا وروسته یې له حمیدالله سره د خپلې لور د نکاح مراسم ترسره کړل.

حمیدالله په خندا وویل، د واده ثمره یې پنځه زامن دي چې له دوو تر اوو کلونو عمرونه لري.

هغه چې له خپل روغتیايي وضعیته ځورېده او له سترګو یې اوښکې روانې وې، وویل: ((مغرور انسان وم او تر ډېر سخت کارونه مې ترسره کول، خو له چا مې پیسې نه غوښتې، سوال مې نه خوښېده، اوس مجبور یم سوال وکړم څو مې ښځه او اولادونه وږي پاتې نه شي.))

حمیدالله چې خپلې اوښکې کابو نه شوې کړای، وویل: ((جګړې موږ تباه کړو، که زموږ په هېواد کې سوله او ارامي وای، هېڅکله به د کار او پيسو پیدا کولو لپاره ایران ته نه وای تللای، ښايي لاسونه او پښې به مې نه وای قطع شوې او نن به جوړ انسان وم.))

نوموړي جګړه د ځان په ګډون د میلیونونو افغانانو د بدبختۍ لامل وبلله او ویې ویل: ((زما په څېر زرګونه افغانان شته چې د جګړې ترخه زهر یې څښلي او ناکام ژوند کوي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.