د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بغلان کې پر اته سوه هکتاره ځمکه د هنجې بوټي کرل شوي

بغلان کې پر اته سوه هکتاره ځمکه د هنجې بوټي کرل شوي

Dec 29, 2019 - 15:38

پلخمري (پژواک، ٨ مرغومی ۹۸): د بغلان د کرنې رياست مسوولين وايي چې د دغه ولايت پر اته سوه هکتاره ځمکه هنجه کرل شوې چې د پام وړ حاصلات به ترې ترلاسه شي.

هنجه يو ډول بوټى دى چې په طبابت کې ترې کار اخيستل کېږي او افغانستان په دې برخه کې له هندوستان هېواد سره تړون لاسليک کړى دى.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د کرنې رياست د ځنګلونو برخې مسوول سميع الله طاهري د مرغومي په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال د دغه ولايت په باجګاه، بدلمست، ګز، کرکر، کیان دره، مرو او خنجان سيمو پر اته سوه هکتاره ځمکه هنجه کرل شوې ده.

هغه وايي: ((په دغو سيمو کې د هنجې څلور ميليونه بوټې کېنول شوي چې پر خپل وخت به ښه حاصلات ترې ترلاسه شي.))

د نوموړي په وينا، دغه بوټی خلکو ته د کرنې رياست له لوري په نيمه رضاکارانه توګه ورکړل شوی دی.

هغه زياته کړه: ((د دغو بوټو د کرلو او ساتلو لپاره موږ يو شمېر کليوالي شوراګانو ته د شيدو غواګانې ورکړې څو له شيدو يې استفاده وکړي او بدل کې يې د هنجې د بوټو ساتنه وکړي.))

په ورته وخت کې د بغلان د کرنې رييس عبدالغياث صديقي وويل چې د هنجې پر ياد شمېر بوټو ١٢ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى چې د کرنې وزارت له لوري ورکړل شوی دی.

هغه وايي: ((په دغو پیسو موږ د هنجې تخم اخيستى دى، خلکو ته مو سيمينارونه پرې جوړ کړي او اته سيمه ييزو شوراګانو ته مو ٤٠ د شيدو غواګانې اخيستې دى.))

په مرکزي بغلان ولسوالۍ د هنجې کروندګر او سوداګر حفيظ الله پژواک ته وويل چې د هنجې بوټي له څلورو کلونو وروسته بيا د ٣٠ کلونو لپاره هر کال حاصل ورکوي.

ده زياته کړه: ((له دغه بوټي په طبابت کې کار اخيستل کېږي، ډېره برخه يې هندوستان ته صادرېږي، دا يو حلال بوټى او ښه تجارت دى.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تېرو کلونو کې سوداګرو د هنجې هر جريب پټى له کروندګرو سره په اته زره امريکايي ډالرو اخيست، خو ورځ تر بلې نرخونه لوړېږي.

د يادونې ده، هنجه خړ رنګى نبات دى چې عموماً په وچو او غرنيو سيمو کې کېږي او بغلان ولايت هم ورته ځمکې لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking