تالقان (پژواک، ٨ مرغومى ٩٨): د تخار امنيتي مسوولين وايي چې وسله والو طالبانو په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې پر پاڅونوالو بريد کړى چې په ترڅ کې ١٧ کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د مرغومي په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې د قوماندان ملک تاتار پر پاڅونوالو بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د ملک تاتار ١٧ پاڅونوال وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.
اسير زياتوي چې په دې يوه ساعته جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه په ډاګه نه ده.
دغه راز د سيمې اوسېدونکي جمشيد پژواک ته وويل چې طالبانو د بازار په سيمه کې د ملک تاتار پر کسانو بريد کړى دى.
هغه وايي: ((موږ خبر شولو تر ٢٠ ډېر کسان په کې وژل شوي او ځيني نور تپيان شوي دي.))
ملک تاتار پخوانى جهادى قوماندان دى چې د ماوراى کوکچې په څو ولسواليو کې حاکميت لري.
بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه د خواجه بهاءالدين ولسوالۍ په لاله ګذر سيمه کې د حکومتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې د قوماندان عيسى په ګډون ٢١ حکومتي سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د مجاهد په وينا، په دې جګړه کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو يو شمېر وسلې او مهمات يې ترلاسه کړي دي.
د يادونې ده، خواجه بهاءالدين د تخار ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې ده چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن