د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

معلول شخص: د واده پیسو پیداکولو لپاره مې په ایران کې د بدن څلور غړي له لاسه ورکړل

معلول شخص: د واده پیسو پیداکولو لپاره مې په ایران کې د بدن څلور غړي له لاسه ورکړل

Dec 29, 2019 - 19:24

ميمنه (پژواک، ٨ مرغومی ٩٨): د فاریاب ۴۰ کلن اوسېدونکی چې په ایران کې د کار پر مهال یې دوه لاسونه او دوې پښې له لاسه ورکړي، وايي چې په هېواد کې د بېوزلۍ، بېکارۍ او ناامنۍ له امله یې د واده لپاره د پیسو پیداکو په هدف بهر ته سفر وکړ، خو د بدن د څلورو غړو د له لاسه ورکولو وروسته هېواد ته راستون شو او اوس د کورنۍ د اوږو بار دی.

د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ د دغه اوسېدونکي نوم حمیدالله دی چې هره ورځ د میمنې ښار په څنډو یې سوال کوي.

له حمیدالله زماني سره چې د میمنې ښار د سړک په یوه څنډه کې ناست او له خلکو د مرستې غوښتنه کوي، د خبرو لپاره کېناستم.

نوموړي ته په لومړي ځل کتلو مې احساس وکړ چې دى یو ارام شخص دی، خو د ده کتلو د هغه په سینه کې د بې درمانه درد کیسه کوله.

حمیدالله زما غوښتنه په خندا ومنله او حاضر شو چې څو شېبې ورسره خبرې وکړم، لومړی یې په دې اړه چې څه ډول یې خپل لاسونه او پښې له لاسه ورکړل؟ وویل: ((لس کاله مخکې چې تازه مې کوژده کړې وه، د خسر کورنۍ رانه د ۴۵۰ زره افغانۍ ولور غوښتنه وکړه، ما دومره پیسې نه لرلې او د بزګرۍ له لارې یې پوره کول هم اسانه کار نه و، مجبور شوم د یادو پیسو د پیداکولو لپاره ایران ته لاړ شم.))

هغه د ساړه اسوېلي په وېستلو زیاته کړه: ((په تهران کې مې یو نیم کال درانه ساختماني کارونه وکړل چې یوه ورځ د کار په جریان کې د برېښا له عمومي مزي سره ټکر وکړ او له دویم پوړ څخه لاندې ولوېدم.))

حمیدالله چې ستونی یې له ژړا ډک او د خبرو توان یې له لاسه ورکاوه، څو شېبې چوپ شو، خو وروسته یې وویل: ((له څو ورځو وروسته مې چې سترګې خلاصې کړې، نیم انسان وم، د برېښنا له مزي سره د ټکر او له دویم پوړ څخه د لوېدو له امله مې دواړه لاس او پښې قطع شوي وو.))

نوموړي وویل، که څه هم نور مې د کار توان نه درلود او ټولې هیلې مې بربادې ګڼلې وې، خو خسر مې له ایرانه افغانستان ته انتقال کړم او له روغتیا وروسته یې له حمیدالله سره د خپلې لور د نکاح مراسم ترسره کړل.

حمیدالله په خندا وویل، د واده ثمره یې پنځه زامن دي چې له دوو تر اوو کلونو عمرونه لري.

هغه چې له خپل روغتیايي وضعیته ځورېده او له سترګو یې اوښکې روانې وې، وویل: ((مغرور انسان وم او تر ډېر سخت کارونه مې ترسره کول، خو له چا مې پیسې نه غوښتې، سوال مې نه خوښېده، اوس مجبور یم سوال وکړم څو مې ښځه او اولادونه وږي پاتې نه شي.))

حمیدالله چې خپلې اوښکې کابو نه شوې کړای، وویل: ((جګړې موږ تباه کړو، که زموږ په هېواد کې سوله او ارامي وای، هېڅکله به د کار او پيسو پیدا کولو لپاره ایران ته نه وای تللای، ښايي لاسونه او پښې به مې نه وای قطع شوې او نن به جوړ انسان وم.))

نوموړي جګړه د ځان په ګډون د میلیونونو افغانانو د بدبختۍ لامل وبلله او ویې ویل: ((زما په څېر زرګونه افغانان شته چې د جګړې ترخه زهر یې څښلي او ناکام ژوند کوي.))

حمیدالله په ایران کې د خپل ژوند کیسه وکړه او ویې ویل، په ایران کې د یو شمېر افغان ځوانانو د ترخه ژوند او خراب وضعیت شاهد دی چې د جګړې او بېکارۍ له امله هغه هېواد ته تللي وو، په ډېرو درنو او تر خپل توان پر لوړو کارونو بوخت وو، ډېریو ته په کم نظر کتل کېدل، سپکاوی ورته کېده او رټل کېدل او د شرکتونو مالکانو ورته بدې او نامناسبې خبرې کولې، په کم مزدورۍ یې ډېر کار کاوه او وروسته په بې علاجه مرض اخته کېدل.

هغه زیاته کړه: ((لسګونه افغان ځوانان مې په خپلو سترګو ولیدل چې پر نشه يي توکو روږدي وو او د هرې ورځې په تېرېدو په بېکاره او معلولو انسانانو بدل شوي وو، داسې ځوانان مې ولیدل چې په ډېرو خطرناکو ناروغیو لکه سرطان او نورو اخته وو.))

حمیدالله چي ورو، ورو یې د خبرو توان له لاسه ورکاوه، مجبور شو څو شېبې غلى شي او دویم ځل یې خبرې داسې پیل کړې: ((څلور افغانان زما پر برخلیک اخته شول، له څو پوړه ودانۍ لاندې ولوېدل او خپل ځان یې حق ته وسپاره. وګورئ جګړې موږ افغانان څومره بدبخته کړو.))

د فاریاب دغه اوسېدونکي خپلو دوو اولادونو ته چې تر څنګ یې ناست وو، اشاره وکړه او ویې ویل، د اولادونو د ښې راتلونکي لپاره له خلکو مرسته او همکاري غواړي.

هغه په داسې حال کې چې په خندېدونکې څېره یې زامنو ته وکتل، وویل: ((هیله لرم له افغانستانه د تل لپاره د جګړې ګیلم ټول شي، څو زموږ د ماشومانو راتلونکی له دې ډېر تیاره نه شي.))

حمیدالله له دولت او طالبانو وغوښتل چې نور د دغه هېواد ځوانان پردیو هېوادونو ته مجبور او سرګردانه نه کړي، ځکه د وطن ابادي د ځوانانو پر غاړه ده او اجازه ورکړي چې د هېواد ماشومان او نوي ځوانان د سولې تر سیورې لاندې لوی شي، علم زده کړي او کمال ته ورسېږي څو دغه ویجاړ شوی هېواد بېرته اباد کړي.

نوموړي دې ته په اشاره چې تر اوسه ورسره هېڅ مرجع او خیریه بنسټ مالي مرسته نه ده کړې، له خپلې مېرمنې مننه وکړه او زیاته یې کړه: ((مېرمن مې تر ټولو ښه ملګرې او همکاري کوونکې ده او په ورین تندي او ډېر محبت راسره چلند کوي، د جامو بدلولو ، وېښتانو او بدن په اصلاح کې مرسته کوي، د اولاد په تربیه او روزنه کې هم ډېر زیار باسي.))

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement