ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست چارواکي: له راتلونکې پنجشنبې وروسته به د کلدارو له کاروونکو سره قانوني چلند وشي

د خوست چارواکي: له راتلونکې پنجشنبې وروسته به د کلدارو له کاروونکو سره قانوني چلند وشي

author avatar
30 Dec 2019 - 15:53
د خوست چارواکي: له راتلونکې پنجشنبې وروسته به د کلدارو له کاروونکو سره قانوني چلند وشي
author avatar
30 Dec 2019 - 15:53

خوست ښار (پژواک، ۹ مرغومی ۹۸): د خوست ملکي او نظامي چارواکي خبرداری ورکوي چې که له راتلونکې پنجشنبې وروسته څوک د کلدارې پر راکړه ورکړه وليدل شي، پيسې يې ضبطېږي او خپله به هم قانون ته وسپارل شي.

یادو چارواکو دغه څرګندونې نن (د مرغومي ۹مه) يوه خبري کنفرانس ته وکړې او ويې ويل چې د دوی له پرله پسې هڅو او کوښښونو سره دا مهال د خوست په ښار او ولسواليو کې راکړه ورکړه سل په سلو کې پر افغانيو ده.

د خوست ولايت مقام د دفتر رييس مطيع الله احمدزي دغه کنفرانس ته وويل، ټولې هغه ستونزې چې د افغانۍ د ترويج پر وړاندې موجودې وې، ولايت مقام له منځه وړې دي.

نوموړي زیاته کړه، يوه ستونزه چې په دې برخه کې ډېره محسوسېده، هغه د وړو بانک نوټونو د نه شتون وه، خو له نېکه مرغه د افغانستان مرکزي بانک په مرسته اوس هغه تر ډېره حل شوې ده.

دی وايي: ((ولسونه بايد د افغانۍ په دود کې زيان ونه ويني، نرخ او دغه ټول مسايل چې هغه د افغانۍ د  دود پروړاندې خنډ جوړوي هغه بايد ټول له منځه لاړ شي او دا چې افغانۍ زموږ ملي هويت دی، دا په دوامدار شکل باندې وساتلی شو.))

بل پلو د خوست د ملي امنيت رياست سرپرست ډګروال محمدشريف بيا کنفرانس ته وويل چې د دغه کمپاين په جريان کې بېلابېلو ډلو هڅه وکړه چې دا پروسه له ناکامۍ سره مخ کړي، ولې ونه توانېدل.

نوموړي خبرداری ورکړ چې که له دې وروسته له هر چا سره کلدارې وليدل شوې، پيسې به يې ضبط او خپله به د قانون منګولو ته سپارل کېږي.

هغه زياتوي: ((زه اخري خبره بيا هم تاسو کوم چې که له پنجشنبې نه وروسته له هر چا سره کلدارې خوست ښار او ولسواليو کې وليدل شوې، پيسې به يې د افغانستان بانک د اصولو مطابق ضبط او شخص به د قانون منګولو ته سپارل کېږي.))

همدا ډول د خوست د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار نجيب الله عيني هم دغه کنفرانس ته په خبرو کې ډاډ ورکړ چې له نورو امنيتي ارګانونو سره به په ګډه د افغانۍ د ترويج په برخه کې بشپړه همکاري کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.