ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرنې وزارت: په بدخشان کې د شاتو تولید ۶۰ سلنه ډېر شوی

کرنې وزارت: په بدخشان کې د شاتو تولید ۶۰ سلنه ډېر شوی

author avatar
30 Dec 2019 - 15:14
کرنې وزارت: په بدخشان کې د شاتو تولید ۶۰ سلنه ډېر شوی
author avatar
30 Dec 2019 - 15:14

 

کابل (پژواک، ٩ مرغومی ٩٨): د کرنې وزارت وايي چې سږ کال په بدخشان ولایت کې د شاتو تولید ۲۸۳ متریک ټنو ته رسېدلی چې د تېر په پرتله ۶۰ سلنه ډېروالی ښيي.

د کرنې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې همد اوس په یاد ولایت کې د شاتو د مچیو څه باندې ۵۹۰ کوچني او لوی فارمونه موجود دي.

د بدخشان د کرنې رییس معین الدین عیني په دې اړه وویل: ((سږ کال د اقلیمي شرایطو برابرېدو، د ډېرو ګلونو شتون او د مچیو لرونکو د ډېر پوهاوي له امله د تېر کال په پرتله يې تولید ډېر دی.))

هغه زیاته کړه، سږ کال د تولید کچه ۲۸۳ متریک ټنو ته رسېدلې او د مچیو د خاوندانو لپاره د عایداتو ښه منبع ده، په داسې حال کې چې تېر کال د شاتو د تولید کچه ۷۷زره او ۱۵۴ کیلوګرامه یا ۷۷.۱۵۴ ټنو ته رسېدلې وه.

سرچینې لیکلي، د بدخشان ولایت خالص شات د بهارک، کشم، جرم، شهدا، وردوج، یاوان او تګاب ولسوالیو په شات خانو کې تولیدېږي چې په عمده ډول د ګاونډیو ولایتونو او سیمه ییزو بازارونو کې پلورل کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د مچیو خاوندان یو کیلوګرام شات له ۴۵۰ افغانۍ څخه تر ۱۲۰۰ افغانۍ پلوري چې د دوی اقتصاد جوړوي او د دوی لپاره مهم دي. د شاتو د مچیو بیه په فصل او تولید پورې اړه لري.

د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې د شاتو د مچیو روزونکی فضل الدین وویل: ((زه له ۲۷ کلونو راهیسې د شاتو د ترویج او ودې لپاره کار کوم، په مناسب وخت ګل لرونکو سیمو ته ته مچیو د انتقال، مراقبت او روزنې او له محیطي خطرونو څخه د مخنیوي له امله زموږ حاصلات ډېر شوي دي او موږ له کرنې وزارت او دولته غواړو چې د شاتو د پلور لپاره بازار او مارکېټ رامنځته کړي.))

د جرم ولسوالۍ اوسېدونکی اسدالله هم دې ته په اشاره چې سږ کال یې د شاتو ښه حاصل ترلاسه کړی دی وویل: ((سږ کال وتوانېدو چې ډېر شات راټول کړو؛ ځکه هم اقلیم مناسب و او هم مو یې د ودې بېلابېلې لارې زده کړې.))

د سرچینې په خبره، دغه راز د مچیو روزونکو ته د کرنې وزارت په همکارۍ د مچیو ساتلو او اړوند لوازمو د وېش په اړه د پوهاوي ورکولو له امله په یاد ولایت کې د شاتو حاصلات د پام وړ زیات شوي دي.

بدخشان د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې د شاتو د مچیو د روزنې اندازه پکې زیاته ده او هر کال له یاد ولایت څخه د شاتو د پام وړ حاصلات راټولېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.