خوست ښار (پژواک، ٩ مرغومى ٩٨): ځايي سرچينې وايي چې په خوست کې د وزیرستاني کډوالو د محسودو قبيلې د سيف الله په نوم يو مشر چې مشهور په حافظ الله و، وژل شوی دى.
دغه پیښه وړمه شپه د خوست د ګربزو ولسوالۍ اړوند د وزيرستاني کډوالو د ګلان په کمپ رامنځته کې شوې ده.
په دغه ولايت د وزیرستاني کډوالو يوه قومي مشر ملک حبيب خان مده خېل د مرغومي په ٩مه پژواک اژانس ته وويل چې دغه کس په خپل کور کې د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوی دی.
بلخوا د خوست د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حيدر د پېښې د تاييد ترڅنګ پژواک ته وويل چې ياد کس د شخصي دښمنۍ پر اساس وژل شوی.
نوموړي وویل، د پېښې عاملين تښتېدلي خو د نيولو په موخه یې پوليسو خپلې هځې پيل کړې دي.
خو ځينو نورو بهرنيو رسنيو خبر ورکړى چې وژل شوى کس قاري سيف الله نومېده او د پاکستاني طالبانو د ډلې وياند او مهم قوماندان و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن