د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د خوست چارواکي: له راتلونکې پنجشنبې وروسته به د کلدارو له کاروونکو سره قانوني چلند وشي

د خوست چارواکي: له راتلونکې پنجشنبې وروسته به د کلدارو له کاروونکو سره قانوني چلند وشي

Dec 30, 2019 - 15:53

خوست ښار (پژواک، ۹ مرغومی ۹۸): د خوست ملکي او نظامي چارواکي خبرداری ورکوي چې که له راتلونکې پنجشنبې وروسته څوک د کلدارې پر راکړه ورکړه وليدل شي، پيسې يې ضبطېږي او خپله به هم قانون ته وسپارل شي.

یادو چارواکو دغه څرګندونې نن (د مرغومي ۹مه) يوه خبري کنفرانس ته وکړې او ويې ويل چې د دوی له پرله پسې هڅو او کوښښونو سره دا مهال د خوست په ښار او ولسواليو کې راکړه ورکړه سل په سلو کې پر افغانيو ده.

د خوست ولايت مقام د دفتر رييس مطيع الله احمدزي دغه کنفرانس ته وويل، ټولې هغه ستونزې چې د افغانۍ د ترويج پر وړاندې موجودې وې، ولايت مقام له منځه وړې دي.

نوموړي زیاته کړه، يوه ستونزه چې په دې برخه کې ډېره محسوسېده، هغه د وړو بانک نوټونو د نه شتون وه، خو له نېکه مرغه د افغانستان مرکزي بانک په مرسته اوس هغه تر ډېره حل شوې ده.

دی وايي: ((ولسونه بايد د افغانۍ په دود کې زيان ونه ويني، نرخ او دغه ټول مسايل چې هغه د افغانۍ د  دود پروړاندې خنډ جوړوي هغه بايد ټول له منځه لاړ شي او دا چې افغانۍ زموږ ملي هويت دی، دا په دوامدار شکل باندې وساتلی شو.))

بل پلو د خوست د ملي امنيت رياست سرپرست ډګروال محمدشريف بيا کنفرانس ته وويل چې د دغه کمپاين په جريان کې بېلابېلو ډلو هڅه وکړه چې دا پروسه له ناکامۍ سره مخ کړي، ولې ونه توانېدل.

نوموړي خبرداری ورکړ چې که له دې وروسته له هر چا سره کلدارې وليدل شوې، پيسې به يې ضبط او خپله به د قانون منګولو ته سپارل کېږي.

هغه زياتوي: ((زه اخري خبره بيا هم تاسو کوم چې که له پنجشنبې نه وروسته له هر چا سره کلدارې خوست ښار او ولسواليو کې وليدل شوې، پيسې به يې د افغانستان بانک د اصولو مطابق ضبط او شخص به د قانون منګولو ته سپارل کېږي.))

همدا ډول د خوست د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار نجيب الله عيني هم دغه کنفرانس ته په خبرو کې ډاډ ورکړ چې له نورو امنيتي ارګانونو سره به په ګډه د افغانۍ د ترويج په برخه کې بشپړه همکاري کوي.

هغه وايي: ((د افغانيو په اړه د خوست په ښار کې امنيتي ځواکونه په ځانګړي ډول پوليس او د ملي امنيت ځواکونه په خپل منځ کې هماهنګي لري، څو خلک تشويق شي چې د کلدارو پر ځای افغانۍ وکاروي.))

په همدې حال کې د خوست ښار يو شمېر اوسېدونکي بيا وايي چې له کله راهيسې د کلدارې پر راکړې ورکړې بنديز لګېدلی، په نرخونو کې هم يو څه لوړوالی راغلی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan