ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنۍ شخړې له امله  دوه وروڼه ووژل شول

د کورنۍ شخړې له امله دوه وروڼه ووژل شول

author avatar
30 Dec 2019 - 16:54
د کورنۍ شخړې له امله  دوه وروڼه ووژل شول
author avatar
30 Dec 2019 - 16:54

کندهار (پژواک، ۹ مرغومی ۹۸): په کندهار ښار کې یوې کورنۍ شخړې د دوو وروڼو ژوند واخیست.

دغه پېښه نن سهار د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د بامېزو په کوڅه کې شوې ده.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د حاجي محمد نادر او بشیر احمد بشارت په نوم دوه وروڼه نن سهار د خپلو دوستانو په کور کې د مېلمستیا پر مهال پر ډزو وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه، د معلوماتو له مخې د وژل شوو وروڼو خور اوونۍ مخکې دغه کور ته ور واده شوې وه چې په دې لړ کې یې هغوی نن سهار خپل کور ته د مېلمستیا لپاره ور بللي وو.

دی وايي، ټول مېلمانه د سهار چاى ته ناست و چې د همدې کورنۍ یو ځوان ټوپک راباسي او پر دواړو وروڼو ډزې کوي.

د ده په خبره، د ډزو له امله حاجي نادر ځای پر ځای وژل شوی او بشیر احمد بشارت تر ټپي کېدو ورسته په میرویس روغتون کې ساه ورکړې ده.

دی وايي، د پېښې اصلي لامل معلوم نه دی، وژونکی تښتېدلی خو پولیسو د هغه د نیولو او د موضوع اړوند پلټنې پيل کړې دي.

په خپله بشیر احمد بشارت د کندهار پېژندل شوی لیکوال او شاعر هم و.

د دوی یوه خپلوان حبیب الله هم پژواک ته ورته کیسه وکړه او ویې ویل چې دواړو کورنیو تازه دوستي کړې وه او داسې کومه موضوع یې تر منځ نه وه چې له امله یې دغه پېښه وشي.

دی وايي، هغوی د خپلو دوستانو له خوا د سهار چاى ته بلل شوي وه چې دغه پېښه شوې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.