کابل (پژواک، ٩ مرغومى ٩٨): وسله والو طالبانو د اوربند په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي او وايي چې دمګړۍ د اوربند په اړه کوم تصميم نه لري.
د طالبانو له خوا د مرغومي په ٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، له څو ورځو راهيسې ځينې رسنۍ د اوربند په اړه غلط او له حقیقته لرې راپورونه خپروي.
سرچينې زياته کړې: ((واقعیت دا دی چې اسلامي امارت د اوربند کوم تصمیم نه لري، امریکایانو د جګړې د حجم او د عملیاتو د کمښت غوښتنه کړې چې د اسلامي امارت په جهت کې په همدې مشخصه مسئله مشورې روانې دي.))
په خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو د مشرتابه له خوا تر اوسه پرېکړه نه ده شوې او نه هم په دې اړه د طالبانو په منځ کې کوم اختلاف موجود دی.
طالبانو ويلي، ځينې مغرضې استخباراتي کړۍ د رسنیو په مټ هڅه کوي چې روانه مذاکراتي پروسه د تشویشونو، بې ځایه خوشباوریو او کاذبو معلوماتو خپرولو په مټ سبوتاژ کړي.
سرچينې زياته کړې، طالبان به په سیاسي او نظامي دواړو برخو کې د اسلامي شریعت په رڼا کې د هېواد د علیا ګټو او جهادي ارمانونو د تحقق په نظر کې نیولو سره لازم او مناسب ګامونه پورته کوي.
له دې مخکې امريکايي خبري اژانس (اى پي) د ځينو طالب سرچينو په حواله خبر ورکړى چې د دوى مرکزي شورا له امريکا سره د لسو ورځو لپاره د اوربند پرېکړه کړې ده.
سرچينې زياته کړې، له دغه اوربند سره به امريکا وکولى شي له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو مهالوېش اعلان کړي.
خو د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين د مرغومي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې لا تر اوسه د اوربند موضوع معلومه نه ده.
هغه پژواک ته زیاته کړه: ((كله چې زموږ هيئت چې مشرتابه ته مو لېږلی، بېرته را ورسېږي، له هغه وروسته به خپل دريځ اعلان کړو.))
خو له دې مخکې بي بي سي خبر ورکړى و چې د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له خپل مشرتابه او مرکزي شورا سره پر اوربند د مشورو لپاره پاکستان ته تللى دى.
سرچينې زياته کړې، ملا برادر تېره اوونۍ کويټې او بیا پېښور ښار ته تللی و او هلته یې د طالبانو له شوراګانو سره کتلي او له امريکايانو سره د لنډ مهالي اوربند په اړه يې سلا مشورې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن