ترينکوټ (پژواک، ١٠ مرغومی ۹۸): د اروزګان د اطلاعات او کلتور ریاست لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د دې ودانۍ د پرانيستې په مراسمو کې د ځايي چارواکو ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست رسول باوري او په علمي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار لعل باچا ازمون هم ګډون درلود.
پوهاند رسول باوري وویل، دغه ولایت د هېواد د ۳۱ هغو ولایتونو په نوملړ کې ځاى شو چې د اطلاعات او کلتور ریاستونه يې خپلې ودانۍ لري.
هغه وايي، د دغه ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ دوه پوړیزه ده، د ۲۴ ميليونو افغانیو په لګښت جوړه شوې چې ټولې اړینې اداري خونې او نور ملحقات لري.
باوري وايي، د افغانستان د ولسمشر د لارښوونې مطابق به وروسته له دې په ټول هېواد کې داسې ودانۍ باید جوړې شي چې د افغان کلتور بډاينه په کې منعکس شوې و اوسي.
د اروزګان اطلاعات او فرهنګ رييس احمد ځلاند وايي، د يادې ودانۍ په جوړېدو سره به د دوی ستونزې هوارې او پراخه کاري زمينه به ورته برابره شي.
ځلاند وويل، له دې مخکې یې د ریاست ټولې چارې د یو کمپلېکس ودانۍ په دوو خونو کې ترسره کولې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن