ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې سږ کال کوکنار ډېر کرل شوي

هلمند کې سږ کال کوکنار ډېر کرل شوي

author avatar
31 Dec 2019 - 11:35
هلمند کې سږ کال کوکنار ډېر کرل شوي
author avatar
31 Dec 2019 - 11:35

لښکرګاه (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٨): د هلمند چارواکي او کروندګر وايي چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د دغه ولايت په ډېرو سيمو کې کوکنار کرل شوي دي.

په دې اړه د نادعلي ولسوالۍ يوه کروندګر عبدالباري د مرغومي په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال يې په خپلو ځمکو کې نور کښتونه کړي وو چې د ګټې پرځاى يې تاوان وکړ.

ده وويل: ((پروسږ کال مې غنم، جوار او پلي کرلي وو، هېڅ ګټه مې ونه کړه، سږ کال مې په خپلو ځمکو کې کوکنار کرلي دي، څو يو څه ګټه راته وکړي.))

نوموړى وايي چې د ده په ګډون ګڼ شمېر نورو کروندګرو هم د دولت تر حاکميت لاندې سيمو کې کوکنار کرلي او حاصلاتو ته يې پوره په تمه دي.

دغه راز د همدې ولسوالۍ بل اوسېدونکي حکمت الله پژواک ته وويل چې له خپل پلار اکا خان سره په پټيو کې د کوکنارو کښت کوي.

هغه وايي: ((ما مکتب نه دى لوستى، همدې کوکنارو کې کار کوم، په هر څه يې ښه پوهېږم، له کرلو تر ټولولو هر څه يې راته ښه معلوم دي.))

همدارنګه د مارجې ولسوالۍ د طالبانو تر واک لاندې سيمې اوسېدونکي محمد طاهر پژواک ته وويل چې د دوى په شاوخوا سيمو کې نږدې ټولو خلکو په خپلو ځمکو کې کوکنار کرلي دي.

ده زياته کړه: ((د وسله والو طالبانو تر واک لاندې سيمو کې ترياک ښه بيه لري، نو ځکه خلک يې په خپلو ځمکو کې کري.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د کوکنارو د حاصلاتو په وخت کې يو کيلو ترياک تر پنځو زرو په ډېرو افغانيو پلورل کېږي.

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې په ډېرو سيمو کې کوکنار کرل شوي دي.

د هلمند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست يوي سرچينې هم پژواک ته وويل چې سږ کال د دغه ولايت په ډېرو سيمو کې کوکنار کرل شوي دي.

هغه وويل چې په ٢٠١٨ کال کې د دغه ولايت په ١٣٦٧٩٨ هکتاره او په ٢٠١٧ کې ١٤٤٠١٨ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.