ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې یو سوداګر وژل شوی

کندهار کې یو سوداګر وژل شوی

author avatar
31 Dec 2019 - 12:10
کندهار کې یو سوداګر وژل شوی
author avatar
31 Dec 2019 - 12:10

کندهار (پژواک، ۱۰ مرغومی ۹۸): د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې يو ملکي وګړی چې په ښار کې يې د رختونو دوکان درلود، د نامعلومو وسله والو پر ډزو وژل شوی.

دغه پېښنه نن سهار د دې ولسوالۍ په حشمت کلا سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ډنډ ولسوالۍ د پولیسو یوې سرچینې د مرغومي په ١٠مه پژواک اژانس ته وویل، وژل شوی کس حاجي رحمت الله نومېږي او په کندها ښار کې یې د رختونو دوکان درلود.

دغه سرچینه وايي، برید کوونکي پر موټرسایکل سپاره وو او له برید وروسته تښتېدلي دي.

د ده په وینا، پولیسو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

د دې پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

په کندهار کې د هدفي وژنو لړۍ له کلونو راهیسې روانه ده چې د معلوماتو له مخې هره میاشت لږ تر لږه ۱۰ تنه په کې ژوند له لاسه ورکوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.