ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک او چارواکي: د بمونو مور له امله روغتيايي او کرنيزې ستونزې نه دي پيدا شوې

خلک او چارواکي: د بمونو مور له امله روغتيايي او کرنيزې ستونزې نه دي پيدا شوې

author avatar
31 Dec 2019 - 12:10
خلک او چارواکي: د بمونو مور له امله روغتيايي او کرنيزې ستونزې نه دي پيدا شوې
author avatar
31 Dec 2019 - 12:10

جلال اباد (پژواک، ١٠ مرغومی ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي او د اچين ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولسوالۍ په مامند تنګي کې د امريکايي ځواکونو له لوري د غورځول شوي لوی بم (د بمونو مور) له امله هېڅ روغتيايي او کرنيزې ستونزې نه دي رامنځته شوې.

دوی وايي، په سيمه کې فصلونه کېږي او خلک عادي ژوند کوي، هېڅ داسې پېښه نشته چې جوته کړي د ياد بم له امله خلکو ته روغتيايي زيان اوښتی دی.

امريکايي ځواکونو د ۱۳۹۶ لمريز کال د وري په مياشت کې د ننګرهار د اچین ولسوالۍ ولسوالۍ د مامنددرې اړوند د اسدخېلو په تنګي کې د غرونو ترمنځ پر يوې غونډۍ چې په کې څو خټين کورونه وو، يو بم چې د (بمونو مور) په نوم يادېده، وغورځاوه.

افغان او بهرنيو چارواکو ادعا کړې وه چې د ياد هوايي بريد موخه د داعش وسله والو ځپل و چې ۹۵ تنه وسله وال په کې ووژل شول.

که څه هم له دغه بريد وروسته هماغه مهال يو شمېر ملي او نړيوالو رسنيو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې د دغه بم له امله هلته سيمه کې کرنه نه کېږي او دغه راز خلک په ناروغيو اخته شوي، خو ځايي چارواکي دا ډول ادعاوې ردوي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل پژواک اژانس ته وويل، د خلکو د همدغو اندېښنو د حل په موخه يې د ملي امنيت شورا يو مسلکي پلاوي ته يې زمينه برابره کړه څو له يادې سيمې څخه ليدنه وکړي او دغه موضوع وڅېړي.

دی زياتوي: ((د امنيت شورا پلاوي تېره اوونۍ له سيمې څخه ليدنه وکړه او د هغوى راپور له مخې په کومه سيمه کې چې د بمونو مور بم غورځول شوې، په نږدې سل مترۍ کې يې په ځمکو کې فصلونه زرغون شوي او د سيمې خلک په عادي ډول خپل ژوند کوي.))

د والي په وينا، ځينې ناروغۍ چې په نورو سیمو کې شته دي، د بم په اچول شوې سيمه کې هم شته، خو دې پېښې سره تړاو نه لري.

د سيمې اوسېدونکي هم وايي چې تر اوسه يې داسې نښې نښانې نه دي ليدلې چې وښيي د بمونو مور پر سيمې کومه ناوړه اغېزه کړې ده.

دوی وايي، همدا اوس د پېښې له ساحې سره نږدې د اوبو لويه وياله روانه ده او ترڅنګ يې ونې بوټي شنه او فصلونه کرل شوي دي.

د راز ګل په نوم د سيمې يو اوسېدونکى چې د پېښې له ځايه يې څو سوه مترۍ کې کور دی وايي، يوازې هماغه ځای چې بم پرې غورځول شوی، څو خټين کورونه يې ړنګ شوي او نور هېڅ کوم زيان نه دی اوښتی.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((بم چې په کومه غونډۍ غورځېدلی خلک يې ډير غريب وو، د داعش له وېرې ښار او نورو سيمو ته کډه شوي اوس چې يې کورونه ړنګ شوي، بېرته د رغېدو وسه نه لري که نه نور هېڅ ستونزه نه شته چې دوی خپل ځای ته بېرته راوګرځي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.