د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د اروزګان د اطلاعات او کلتور رياست لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه

د اروزګان د اطلاعات او کلتور رياست لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه

Dec 31, 2019 - 14:12

ترينکوټ (پژواک، ١٠ مرغومی ۹۸): د اروزګان د اطلاعات او کلتور ریاست لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د دې ودانۍ د پرانيستې په مراسمو کې د ځايي چارواکو ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست رسول باوري او په علمي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار لعل باچا ازمون هم ګډون درلود.

پوهاند رسول باوري وویل، دغه ولایت د هېواد د ۳۱ هغو ولایتونو په نوملړ کې ځاى شو چې د اطلاعات او کلتور ریاستونه يې خپلې ودانۍ لري.

هغه وايي، د دغه ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ دوه پوړیزه ده، د ۲۴ ميليونو افغانیو په لګښت جوړه شوې چې ټولې اړینې اداري خونې او نور ملحقات لري.

باوري وايي، د افغانستان د ولسمشر د لارښوونې مطابق به وروسته له دې په ټول هېواد کې داسې ودانۍ باید جوړې شي چې د افغان کلتور بډاينه په کې  منعکس شوې و اوسي.

د اروزګان اطلاعات او فرهنګ رييس احمد ځلاند وايي، د يادې ودانۍ په جوړېدو سره به د دوی ستونزې هوارې او پراخه کاري زمينه به ورته برابره شي.

ځلاند وويل، له دې مخکې یې د ریاست ټولې چارې د یو کمپلېکس ودانۍ په دوو خونو کې ترسره کولې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement