ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا خلک په دولتي روغتونونو کې له ناسمو خدمتونو شکایت کوي

د پکتيا خلک په دولتي روغتونونو کې له ناسمو خدمتونو شکایت کوي

author avatar
31 Dec 2019 - 15:26
د پکتيا خلک په دولتي روغتونونو کې له ناسمو خدمتونو شکایت کوي
author avatar
31 Dec 2019 - 15:26

ګردېز (پژواک، ۱۰ مرغومی ۹۸): د پکتيا ولايت اوسېدونکي له کمزورو دولتي روغتيايي خدمتونو شکايت کوي او وايي، ځيني مهال د لومړنیو ناروغيو د درملنې لپاره هم اړ کېږي څو شخصي کلينيکونو ته مراجعه وکړي.

دوی وايي، پر حوزوي روغتون سربېره په لرو سيمو او ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه ډېری اړين وسايل او ځيني مهال درمل نه لري چې له امله يې د ناروغانو درملنه له ستونزو سره مخ کېږي.

د احمدابا اوسېدونکی عبدالواحد د دې ولسوالي په روغتيايي مرکزونو کې د درملو کموالی لويه ستونزه بولي او وايي د نسايي ولادي ناروغانو لپاره هم ځيني اړين وسايل نشته دي.

نوموړي وويل: ((دا اوس هم دوه، درې اوونۍ هېڅ دوا نه وه، ډاکټر صېب وي، خو کوم څه چې ضرور دي، هغه شيان نشته يا کم دي.))

د سيد کرم ولسوالۍ یوې اوسېدونکې خديجې پژواک ته وويل چې د ولسوالۍ په کلينيک کې اکسرې او د ځينو نورو ناروغيو معاينات نه کېږي او ډېری وخت مرکز ګردېز ته ځي.

دا وايي: ((د روماتيزم، شکر، د وينې د غوړوالي، ملاريا، محرقې يا داسې نورو ټېسټ نه کيږي، موږ خپل ناروغان ګردېز ته بيايو.))

د ځاځي اريوب اوسېدونکی اميرمحمد وايي چې د روغتيايي ستونزو پر زياتوالي سربېره د ولسوالۍ په دېرش بستريز روغتون کې ځينو ډاکټرانو د فساد کړۍ جوړه کړې چې د روغتون درمل په بازار کې پلوري.

هغه په دې اړه کوم سند وړاندې نه کړ خو زياته يې کړه: ((ستونزې ډېرې دي، سخت ناروغان مو دلته نه تداوي کيږي، ګردېز ته يې وړو. ځينې ډاکټرانو يوه مفسده کړۍ جوړه کړې، چې نوی څوک مقرريږي هم نه يې پرېږدي يا يې د اصلاحاتو مخه نيسي. لاره مو هم خرابه ده، د لارې د خرابي لا امله مو هم ځينې وخت ناروغان په لاره کې مري.))

د وزې ځدراڼ ولسوالۍ اوسېدونکی کفيل خان وايي، د دې غرنۍ ولسوالۍ نفوس تر سل زره زيات دی، خو په خبره يې په ټوله ولسوالۍ کې يوازې يو روغتيايي کلينيک لري چې هېڅ بسنه نه کوي.

خان وايي: ((وزې ځدراڼ شاوخوا ۱۳۵زره نفوس لري، يوازې يو کلينيک لرو چې دا د دومره ډېرې سيمې او خلکو لپاره بسنه نه کوي، موږ ډېر معمولي مريض هم مرکز ته انتقالوو.))

د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله زرمتی شکايت کوي چې په دې ولسوالي کې د نوي جوړ شوي پنځوس بستريز روغتون ساختماني چارې خورا بې کيفيته ترسره شوې دي.

زرمتی وايي: ((د زرمت ولسوالۍ لاره ډېره زياته خرابه ده او له ګردېز سره ډېره فاصله هم لري، د تېر په پرتله توجه شوې، خو په هغه ډول تداوي او درملنه چې بايد وشي تر اوسه پورې نيمايي هم نه کېږي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.