د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې سږ کال کوکنار ډېر کرل شوي

کرنه

آرشيف

هلمند کې سږ کال کوکنار ډېر کرل شوي

Dec 31, 2019 - 11:35

لښکرګاه (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٨): د هلمند چارواکي او کروندګر وايي چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د دغه ولايت په ډېرو سيمو کې کوکنار کرل شوي دي.

په دې اړه د نادعلي ولسوالۍ يوه کروندګر عبدالباري د مرغومي په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال يې په خپلو ځمکو کې نور کښتونه کړي وو چې د ګټې پرځاى يې تاوان وکړ.

ده وويل: ((پروسږ کال مې غنم، جوار او پلي کرلي وو، هېڅ ګټه مې ونه کړه، سږ کال مې په خپلو ځمکو کې کوکنار کرلي دي، څو يو څه ګټه راته وکړي.))

نوموړى وايي چې د ده په ګډون ګڼ شمېر نورو کروندګرو هم د دولت تر حاکميت لاندې سيمو کې کوکنار کرلي او حاصلاتو ته يې پوره په تمه دي.

دغه راز د همدې ولسوالۍ بل اوسېدونکي حکمت الله پژواک ته وويل چې له خپل پلار اکا خان سره په پټيو کې د کوکنارو کښت کوي.

هغه وايي: ((ما مکتب نه دى لوستى، همدې کوکنارو کې کار کوم، په هر څه يې ښه پوهېږم، له کرلو تر ټولولو هر څه يې راته ښه معلوم دي.))

همدارنګه د مارجې ولسوالۍ د طالبانو تر واک لاندې سيمې اوسېدونکي محمد طاهر پژواک ته وويل چې د دوى په شاوخوا سيمو کې نږدې ټولو خلکو په خپلو ځمکو کې کوکنار کرلي دي.

ده زياته کړه: ((د وسله والو طالبانو تر واک لاندې سيمو کې ترياک ښه بيه لري، نو ځکه خلک يې په خپلو ځمکو کې کري.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د کوکنارو د حاصلاتو په وخت کې يو کيلو ترياک تر پنځو زرو په ډېرو افغانيو پلورل کېږي.

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې په ډېرو سيمو کې کوکنار کرل شوي دي.

د هلمند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست يوي سرچينې هم پژواک ته وويل چې سږ کال د دغه ولايت په ډېرو سيمو کې کوکنار کرل شوي دي.

هغه وويل چې په ٢٠١٨ کال کې د دغه ولايت په ١٣٦٧٩٨ هکتاره او په ٢٠١٧ کې ١٤٤٠١٨ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو.

ده زياته کړه: ((د سږ کال مو تر اوسه حساب نه دى کړى خو له دې يې شمېره لوړه ده.))

په دې اړه د هلمند والي محمد ياسين خان پژواک ته وويل چې طالبان د جګړې د تجهيز او تمويل لپاره تر خپل واک لاندې سيمو کې کروندګرو ته د کوکنارو د کرلو امر کړى دى.

والي زياته کړه چې سږ کال د دوى تر واک لاندې سيمو په ډېرو کمو ځايونو کې کوکنار کرل شوي چې د له منځه وړولو لپاره يې اړين تدابير نيول شوي دي.

د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندې د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي چې په هېواد کې جګړه ييز حالت دى، د خلکو اقتصاد کمزورى دى نو د کوکنارو او نورو نشه يي توکو د کرلو او يا هم نه کرلو په اړه دوى خلکو ته څه نه وايي.

د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دى چې له نيمايي ډېره خاوره يې د طالبانو په کنټرول کې ده.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement