کندهار (پژواک، ۱۰ مرغومی ۹۸): د کندهار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په ښوراوک ولسوالۍ کې د دولت ۲۷ وسله وال مخالفین وژل شوي چې ځینې یې د کشمیر او پاکستان د پنجاب ایالت اوسېدونکي دي.
د کندهار امنیه قوماندان پاسوال تادین خان پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه لسګونه وسله وال مخالفین د ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته را اوښتي وو او غوښتل یې د ښوراوک ولسوالۍ مرکز ونیسي.
هغه زیاته کړه، دغو وسله والو د یادې ولسوالۍ په بادي غونډۍ سیمه کې د ولسوالۍ پر مرکز او د سرحدي ځواکونو پر یوه کنډک هم مهاله بریدونه پیل کړل چې تر سهار ناوخته روان وو.
د ده په خبره، په دې جګړه کې ۲۷ وسله وال مخالفین وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.
هغه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل، په وژل شویو کې د کشمیر او د پاکستان د پنجاب ایالت د یو شمېر سیمو اوسېدونکي هم شامل دي چې جسدونه یې په سیمه کې پاتې دي.
د ده په وینا، امنیتي ځواکونو ته یې لارښوونه کړې ده چې د قبایلي مشرانو په مرسته د بهرنیو اتباعو جسدونه د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته ولېږدوي.
دی وايي، په دې جګړه کې هیڅ یوه افغان سرتېري ته زیان نه دی اوښتی.
د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن