ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لویه لار د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه

د سالنګ لویه لار د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه

author avatar
1 Jan 2020 - 11:23
د سالنګ لویه لار د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه
author avatar
1 Jan 2020 - 11:23

 

چاریکار (پژواک، ۱۱ مرغومی ۹۸): د سالنګ لویه لار د واورې ښویېدو او تېز باد له امله د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه.

سالنګ لویه لار د هندوکش لوړو غړو ترمنځ له یوه تونله تېرېږي چې ۲،۸ کیلومتره اوږدوالی لري، دغه لویه لار د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره تړي.

د سالنګونو د مراقبت او ساتنې رياست اجرایوي مدیر سمع الله  وویل، په شمالي او سوېلی سالنګونو کې د واورې اورېدل تېره شپه پیل شوي او اوس هم له تېز باد سره جریان لري او ښايي تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو دوام ولري.

هغه زیاته کړه، له همدې امله دغه لویه لار د بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې خو نور نقلیه وسیلې پرې تګ راتګ کولای شي.

هغه له موټر چلوونکو وغوښتل چې له دې لارې د تېرېدو پر مهال ترافیکي قوانینو ته جدي پاملرنه وکړي او د ژمي لازم وسایل په ځانګړې توګه (چین) ولري.

له دې لارې تګ راتګ په ژمي کې له خطر سره مل وي.

په ۱۳۸۸ کال کې په جنوبي سالنګ کې د سخت توفان او واورې ښویېدنې له امله په شاوخوا ۱۷۰ کسان مړه او ۱۲۵ نور ټپیان شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.