ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې هم د ملي پولي واحد “افغانۍ” پر ترویج ټینګار وشو

کندهار کې هم د ملي پولي واحد “افغانۍ” پر ترویج ټینګار وشو

author avatar
1 Jan 2020 - 17:56
کندهار کې هم د ملي پولي واحد “افغانۍ” پر ترویج ټینګار وشو
author avatar
1 Jan 2020 - 17:56

کندهار (پژواک، ۱۱ مرغومی ۹۸): په کندهار پوهنتون کې د ملي پولي واحد "افغانۍ" د ترویج په غونډه کې له خلکو وغوښتل شول چې په سوداګریزه او ورځنیو راکړه ورکړه کې يوازې افغانۍ وکاروي.

په غونده کې د ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرسیتال حاجي اغا لالي دستګیري، د کندهار پوهنتون رییس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق، استادانو او محصلانو ګډون کړی وو.

د ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرسیتال حاجي اغا لالي دستګیري وویل، ولایتي ادارې جدي هوډ کړی چې په دې ولایت کې په بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه په پاکستانۍ کلدارې راکړه ورکړه ودروي.

هغه له خلکو، دوکاندارانو او سوداګرو وغوښتل چې په خپلو سوداګریزو معاملاتو او ورځنۍ راکړه ورکړه کې افغانۍ وکاروي او په دې توګه د خپل هېواد د پولي واحد له پياوړتیا سره مرسته وکړي.

د کندهار پوهنتون رییس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق وویل، د پوهنتون له لارې یې د افغانیو د ترویج په موخه د ذهنیت جوړونې هڅې پيل کړې دي.

هغه زیاته کړه، د کندهار پوهنتون استادان او محصلان په ګډه هڅه کوي څو په دې برخه کې د عامه اذهانو د تنویر لپاره کار وکړي.

په دې غونډه کې د پوهنتون د حقوقو او اقتصاد پوهنځيو د استادانو له لوري د افغانیو پر ارزښت او کارونې پرزنټېشن هم وړاندې شو.

له هغه وروسته چې په ننګرهار او خوست ولایتونو کې د کلدارو په راکړه ورکړه بندیز ولګېد د کندهار چارواکو هم په دې ولایت کې د کلدارو د مخنیوي پرېکړه کړې ده.

په دې برخه کې د ولایتي شورا، علماوو شورا، حج او اوقاف، افغانستان بانک، عدلیې ریاست، څارنوالۍ، د ولایت مقام سکتوري خدماتو، امنیه قوماندانۍ او ملي امنیت د استازو ګډ کمېسیون ټاکل شوی چې د کلدارو د مخنیوي په موخه د عام ذهنیت پر جوړولو کار وکړي.

د دغه کمېسیون د پرېکړې له مخې، دوه اوونۍ وروسته که څوک پر کلدارو راکړه ورکړه وکړي نو جدي قانوني چلند به ورسره وشي.

چارواکي وايي، په کلدارو راکړه ورکړه د افغانیو ارزښت کموي او اقتصاد ته دروند زیان اړوي.

د یادونې ده چې څو کاله مخکې هم په کندهار کې د کلدارو پر راکړه ورکړه بندیز ولګېد او ځینې اقدامات وشول خو ناکام وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.