ترینکوټ (پژواک، ۱۱ مرغومی ۹۸): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې له ۹۵۰ هغو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه چې له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوې دي.
دا مرستې د ZOA په نوم یوې مرستندویې موسسې له خوا د مرغومي په ١١مه ووېشل شوې.
د يادې موسسې ولایتي مسوول امان الله پژواک ته وويل، اړمنې او ناداره کورنۍ موده مخکې د دوی او يو شمېر نورو ادارو د سروې او د يو ګډ ټيم له خوا په نښه شوې وې او نن ورسره د مرستو لړۍ پیل شوه.
هغه زياته کړه، هرې کورنۍ ته په دوو قسطونو کې ۱۴۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي او ترڅنګ یې د يوې څلور کيلويې ګازډبې مرسته هم ورسره کېږي.
د نوموړي په وينا، د سروې او د مرستو لړۍ نوره هم دوام لري، څو په مرکز ترینکوټ کې ټولې هغه کورنۍ چې د دوی له معیار سره برابرې وي، دوی به یې لاسنیوی وکړي.
د ولایت مقام استازي کریم الله ظفري وویل، لا هم په اروزګان کې زرګونه کورنۍ له لوږې او نورو ستونزو سره مخ دي او مرستې ته اړتیا لري.
د ترینکوټ اړوند د چینو سیمې اوسېدونکی علي جان وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې یې د جګړو له امله خپل کورونه پرېيښي او په ترینکوټ ښار کې اوسېږي.
هغه له دولت او مرستندویه ادارو غواړي چې ورسره شوې مرستې جاري وساتي او لاسنیوی يې دوامداره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن