پلخمري (پژواک،۱۱مرغومی ۹۸): د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د سل بستريز روغتون د جوړېدو چارې له شپږو میاشتو راهيسې بندې دي .
ددې روغتون کارکوونکي وايي، نهه میاشتې کېږي چې قراردي شرکت پيسې نه دي ورکړي چې له امله يې له شپږو میاشتو راهیسې دیادروغتون دجوړولو چارې په ټپه ولاړې دي .
ددې روغتون د جوړولو پروژې د سمنټو برابرونکي قراردادي عبدالباسط د مرغومي په ۱۱ مه پژواک خبري اژانس ته وویل، شپږ میاشتې شوې چې قرار دادي شرکت ورته د راوړيو زرګونو ډالرو په ارزښت سمنټو یوه افغانۍ هم نه ده ورکړې.
دی وايي، د څه باندې ۱۵ زره امریکايي ډالرو په ارزښت سمنټ یې راوړي، خو د شرکت انجنیران یې په يوه او بله تېرباسي اخر اړ شو چې د پروژې کار ودروي .
د کرشو برابرونکي قراردادي معلم دوا جان هم ورته شکایت لري او وايي، نهه میاشتې کېږي چې د پيسو د نه ورکړې له امله يې د کرشو ماشین ولاړ دی .
د هغه په وينا، پيسې نشته چې نور کار وکړي تر هغه يې چې پرقراردادي شرکت اوښتې پیسې ترلاسه کړې نه وي نورکارنه کوي .
دی وايي، قرار دادي شرکت يې شاوخوا يو ميليون افغانۍ پوروړی دی څوځله يې د پیسوغوښتنه کړې پلمې ورته کوي اوځینې وخت ګواښل کیږي هم .
نوموړی زیاتوي چې دبغلان امنیه قوماندانۍ او ولایت ته یې هم عریضه کړې، خو تر اوسه چا ورسره په دې برخه کې مرسته نه ده کړې .
د نيو جان ګروپ په نوم دقراردادي شرکت استازی انجنير زبير مني چې د پروژې کار ټکنی دی ، خو لامل يې په سيمه کې ددولت او طالبانوترمنځ جګړه بولي .
هغه پژواک ته وويل، د پروژې پنځه څلوېښت سلنه کا رترسره شوی له کله راهيسې چې په سيمه کې جګړې او نا امني زیاته شوې امنیتي مسوولینو ورته د نور کار اجازه نه ده ورکړې، ځکه له څو مياشتو راهیسې د پروژې کار يو څه ټکنی شوی، خو بېخي ولاړ نه دی .
نوموړى د موادو برابرونکو قرارداديانو ادعا ردوي او وايي، يوه برخه پيسې يې ورکړي ، لږې پيسې يې پاتې دي.
انجنير زبير وايي، حکومت دترسره شوي کارپیسې نه دي ورکړي ، ژمنه يې کړې چې ژر به پاتې پیسې هم ورکړل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن