ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تخار کې امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
1 Jan 2020 - 15:15
تخار کې امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
1 Jan 2020 - 15:15

تالقان (پژواک، ١١ مرغومى ٩٨): د تخار په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې اووه امنيتي سرتېري او ١١ طالبان وژل شوي دي.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د مرغومي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د درقد ولسوالۍ په قره تپې سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه وشوه.

هغه وايي چې په دې جګړه کې اووه امنيتي سرتېري او ١١ طالبان وژل شوي، دوه امنيتي سرتېري او شپږ طالبان ټپيان شوي دي.

اسير زياته کړه: ((دا مهال په سيمه کې جګړه نشته، هر څه بېرته نورمال شوي دي.))

دغه راز ملي دفاع وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ياده جګړه تاييد کړې ده.

په یاده اعلاميه کې راغلي چې په دې جګړه کې دوه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او د يوه پولیسو په ګډون دوه نور سرتېرى ټپيان شوي دي.

بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو د درقد ولسوالۍ پر امنيې قوماندانۍ او دفاعي پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دې جګړه کې ١٦ حکومتي سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

مجاهد په دې جګړه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي خو زياتوي چې طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله ١٤ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.