ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد وتلى هنرمند او ممثل محمد اصف جلالي ومړ

د هېواد وتلى هنرمند او ممثل محمد اصف جلالي ومړ

author avatar
1 Jan 2020 - 18:11
د هېواد وتلى هنرمند او ممثل محمد اصف جلالي ومړ
author avatar
1 Jan 2020 - 18:11

کابل (پژواک، ١١ مرغومى ٩٨): د هېواد وتلى هنرمند او ممثل محمد اصف جلالي د زړه د درېدو له امله په کابل کې  مړ شوى دى.

د هغه د کورنۍ يو تن غړي نصير احمد د مرغومي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې جلالي نن د زړه د درېدو له امله  مړ شوى دى.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د هغه مړينه تاييدوي، خو په دې اړه نور جزئيات نه ورکوي.

جلالي چې په څو فلمونو او ډرامو کې يې هم کار کړى، په وروستيو دوو لسيزو کې يې د خصوصي تلوېزيونونو تفريحي پروګرامونه مخ ته وړي دي.

دى چې يو خوش طبيعته انسان و، له همدې امله په خلکو کې په "کاکا اصف" مشهور و.

ولسمشر غني د جلالي پر مړينې خواشيني څرګنده کړې ده.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله راغلي: "ارواښاد محمد اصف جلالي د هېواد په رسنيو کې د تمثيلي پارچو په ترسره کولو سره د خلکو پر شونډو موسکا راوسته او له دې لارې يې د ټولنې په اصلاح کې ونډه اخيسته."

د علومو اکاډمي له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې هم د نوموړي مړينه د رسنيو، سينما او تياتر په برخه کې لويه تشه بلل شوې ده.

يو شمېر نورو دولتي چارواکو، سياسيونو او د ټولنيزو شبکونو سلګونو کاروونکو هم د جلالي مړينه ضايعه بللې او پرې يې خواشيني څرګنده کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.