کابل (پژواک، ١١ مرغومى ٩٨): د هېواد وتلى هنرمند او ممثل محمد اصف جلالي د زړه د درېدو له امله په کابل کې مړ شوى دى.
د هغه د کورنۍ يو تن غړي نصير احمد د مرغومي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې جلالي نن د زړه د درېدو له امله مړ شوى دى.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د هغه مړينه تاييدوي، خو په دې اړه نور جزئيات نه ورکوي.
جلالي چې په څو فلمونو او ډرامو کې يې هم کار کړى، په وروستيو دوو لسيزو کې يې د خصوصي تلوېزيونونو تفريحي پروګرامونه مخ ته وړي دي.
دى چې يو خوش طبيعته انسان و، له همدې امله په خلکو کې په "کاکا اصف" مشهور و.
ولسمشر غني د جلالي پر مړينې خواشيني څرګنده کړې ده.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله راغلي: "ارواښاد محمد اصف جلالي د هېواد په رسنيو کې د تمثيلي پارچو په ترسره کولو سره د خلکو پر شونډو موسکا راوسته او له دې لارې يې د ټولنې په اصلاح کې ونډه اخيسته."
د علومو اکاډمي له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې هم د نوموړي مړينه د رسنيو، سينما او تياتر په برخه کې لويه تشه بلل شوې ده.
يو شمېر نورو دولتي چارواکو، سياسيونو او د ټولنيزو شبکونو سلګونو کاروونکو هم د جلالي مړينه ضايعه بللې او پرې يې خواشيني څرګنده کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن