کندوز ښار (پژواک، ١١ مرغومى ٩٨): امنيتي سرچينې وايي چې د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله ١٤ امنيتي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
په کندوز ښار کې يوې امنيتي سرچينې د مرغومي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ په قرلق سيمه کې د ګډو امنيتي ځواکونو پر مرکز ډله ييز بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې لس د ملي امنيت، دوه د ملي اردو او دوه پوليس سرتېري وژل شوي او شپږ نور سرتېري ټپيان شوي دي.
په ورته وخت کې د کندوز د ولايتي شورا غړې فوزيه يفتلي هم دغه بريد تاييدوي خو وايي چې په دغه بريد کې ١٢ امنيتي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
همدارنګه د قرلق سيمې اوسېدونکي حکمت الله پژواک ته وويل چې تېره شپه د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه وشو.
ده زياته کړه: ((هره شپه دلته جګړې وي، د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده، زه له امنيتي مسوولينو غواړم چې زموږ د ولسوالۍ امنيت تامين کړي.))
بلخوا د کندوز امنيې قوماندانۍ د يوې اعلاميې په خپرولو د دشت ارچي ولسوالۍ د تېرې شپې جګړه تاييد کړې ده.
سرچينه وايي چې په دې جګړه کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.
د خبرپاڼې په حواله، په سيمه کې دا مهال جګړه پاى ته رسېدلې او سيمه د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې ده.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو د پرله پسې بريدونو له امله د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن