ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ديني عالمان : پاکستان له طالبانو سره د سولې لپاره لېدو ته اجازه را نه کړه

ديني عالمان : پاکستان له طالبانو سره د سولې لپاره لېدو ته اجازه را نه کړه

author avatar
2 Jan 2020 - 16:39
ديني عالمان : پاکستان له طالبانو سره د سولې لپاره لېدو ته اجازه را نه کړه
author avatar
2 Jan 2020 - 16:39

کندهار (پژواک،۱۲ مرغومی ۹۸): کندهار ته د سولې په ملاتړ راغلي دیني عالمان وايي، غوښتل یې د سپين بولدک له لارې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته لاړ شي او د طالبانو د کویټې شورا له غړو سره وویني خو پاکستان اجازه ور نه کړه.

د افغانستان د بې طرفه علماوو په نوم د سولې دغه کاروان چې شمېر یې ۳۰ تنو ته رسېږي له تېرو دوو ورځو راهیسې په کندهار کې دى او دلته له خلکو او دیني عالمانو سره ګوري.

د افغانستان د ختیځو او مرکزي ولایتونو اوسېدونکي دغه عالمان تېره ورځ سپين بولدک ولسوالۍ ته تللي وو نن په کندهار ښار کې پر جوماتونو او مدرسو وګرځېدل او خلکو او دیني عالمان یې وهڅول چې د سولې لپاره لاس په کار شي.

دغو دیني عالمانو د کندهار ښار په خرقې مطره کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د افغانستان د بې طرفه علماوو د سولې د کاروان یوه غړي مفتي بلال احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ سپین بولدک ولسوالۍ ته تللي وو او غوښتل یې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته لاړ شي څو د سولې په تړاو د طالبانو د کویټې شورا له غړو سره وویني خو پاکستان اجازه ور نه کړه.

هغه زیاته کړه، د طالبانو له نظامي کمېسیون سره یې هم کندهار ته د خپل سفر موخه او معلومات شریک کړي، خو تر اوسه یې د هغوی له لوري کوم ځواب نه دی موندلی.

خو ده یادونه وکړه چې تېره ورځ یې سپين بولدک ولسوالۍ ته پر لار د تخته پُل ولسوالۍ په ساحه کې د طالبانو د نظامي کمېسیون یو شمېر غړو له دوی سره ولیدل او له دوی یې معلومات وغوښتل.

دی وايي، د عالمانو دغه کاروان په هیڅ چا پورې تړلی نه دی او موخه یې په افغانستان کې د سولې ټینګښت او د وینې تویېدو مخینوی دی.

د ده په خبره، دواړو لورو ته مسلمانان وژل کېږي او دغې جګړې افغانستان له لوی بحران سره مخ کړی دی.

د علماوو د سولې د کاروان بل غړي مولوي محمد اکبر پژواک اژانس ته وویل، که امکانات ورته برابر شي نو د سولې د خبرو لپاره هرې سیمې ته ځي.

ده زیاته کړه: ((موږ حاضر یوو د سولې لپاره د وسله والو طالبانو مرکز موسی کلا ولسوالۍ او د کرښې هغې غاړې ته د کویټې او پېښور شوراګانو له غړو سره لیدو ته لاړ شو.))

دی وايي، د اوربند او بین الافغاني خبرو ته د زمینې چمتو کولو په موخه خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.