ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لویه لار نن د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه

د سالنګ لویه لار نن د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه

author avatar
2 Jan 2020 - 12:13
د سالنګ لویه لار نن د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه
author avatar
2 Jan 2020 - 12:13

 کابل (پژواک، ١٢مرغومی ٩٨): د سالنګونو د مراقبت او ساتنې مسوولین وايي چې دغه لویه لار له ټېلر موټرو پرته د مسافر وړونکو او باروړونکو موټر پر مخ له دواړو لوریو خلاصه شوې ده.

 د سالنګونو د مراقبت او ساتنې د ادارې اجرایيوي مدیر سميع الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د سالنګونو د مراقبت او ساتنې ادارې د عملیاتي کارکوونکو څلور ډلې له تېرې ورځې راهیسې د سوېلي او شمالي سالنګونو د لویې لار د واورې په پاکولو بوخت دي.

 هغه نن سهار پژواک خبري اژانس ته وویل، ښايي د درنو واورو په پاکولو څو ساعته وروسته دغه لویه لار د ټېلري موټرو پر مخ هم خلاصه شي.

 سرچینې د سالنګ لویې لارې د عمومي وضعیت په اړه وویل، د لیدو سیمه ۴۰۰ متره، د باد سرعت په ثانيه کې ۴ متره، ۱۰۰ سلنه رطوبت، د سړې هوا درجه ۱۱ سانتي ګراد، د سړک پر سر یخک شاوخوا ۳۵ کیلومتره، په شمالي سالنګ کې د واورې ارتفاع ۳۵ سانتي متره او په سوېلي  سالنګ کې ۴۰ سانتي متره او په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د واورې ښویېدو اټکل ۹۰ سلنه دی.

 دا په داسې حال کې ده چې د سالنګ لویه لار تېره ورځ د واورې ښویېدو او شدید باد له امله د ټېلري موټرو پر مخ بنده وه.

د سالنګ لویه لار د هندوکش لوړو غړو ترمنځ له یوه تونله تېرېږي چې ۲،۷ کیلومتره اوږدوالی لري، دغه لویه لار د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره تړي.

له دې لارې تګ راتګ په ژمي کې له خطر سره مل وي.

په ۱۳۸۸ کال کې په سوېلي سالنګ کې د سخت توفان او واورې ښویېدنې له امله شاوخوا ۱۷۰ کسان مړه او ۱۲۵ نور ټپیان شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.