ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرنې وزارت: سږ کال د پنبې حاصلات څه باندې ۷۳زره ټنو ته رسېدلي

د کرنې وزارت: سږ کال د پنبې حاصلات څه باندې ۷۳زره ټنو ته رسېدلي

author avatar
2 Jan 2020 - 19:41
د کرنې وزارت: سږ کال د پنبې حاصلات څه باندې ۷۳زره ټنو ته رسېدلي
author avatar
2 Jan 2020 - 19:41

کابل (پژواک، ١٢ مرغومی ٩٨): د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي چې سږ کال د تېر کال په پرتله په هېواد کې د پنبې حاصلات ۲۱ سلنه ډېر شوي دي.

د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر کال په افغانستان کې د پنبې د تولید کچه ٥٧٤٥٠ ټنه وه، په داسې حال کې چې دغه حاصلات سږ کال له ٧٣١٠٠ ټنو ډېر وو.

هغه زیاته کړه، د هېواد له ۱۷ ولایتونو د کرنې وزارت له خوا راټولې شوې شمېرې ښيي چې سږ کال د تېر کال په پرتله د پنبې حاصلات شاوخوا ۲۱ سلنه ډېر شوي دي.

نوموړي وویل، سږ کال د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د پنبې د کښت سیمه ٤٩٣١٧ هکتاره وه، په داسې حال کې چې په ۱۳۹۷ کال کې د پنبې د کښت سیمه ٣٩٤٩٦ هکتاره وه.

د ده په خبره، بلخ ولایت سږ کال د ۱۹۵۰۰ هکتاره پنبې په لرلو توانېدلی چې ٣٥١٠٠ ټنه پنبه تولید کړي او د پنبې د تولیدوونکو ولایتونو په سر کې راشي.

رستمي زیاته کړه، له بلخ وروسته هلمند په دویمه درجه، کندوز په درېیمه درجه، ننګرهار په څلورمه او بغلان په پنځمه درجه کې ځای لري.

هغه وویل، پر مناسب وخت ورښت، د مشورتی خدمتونو ډېرېدل، د بزګرانو لپاره تخنیکي او ترویجي مرستې په هېواد کې د پنبې د تولید د ډېرېدو لاملونه دي.

د نوموړي په خبره، سږ کال دغه وزارت په هرات، سرپل، کندوز، بادغیس، فراه، بلخ، تخار، سمنګان، فاریاب، جوزجان، بغلان، کاپیسا، کندهار او هلمند ولایتونو کې د پنبې ۲۰۶ نمونه يي کروندې جوړې کړې چې د حاصلاتو د ودې، د کښت د تازه لارو د ترویج او حاصل د ډېرېدو لامل شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.