جلال اباد (پژواک، ١٢ مرغومی ۹۸): د ننګرهار د پچيراګام ولسوالۍ خلک او ځايي مسوولين وايي، د دغې ولسوالۍ د تورې بوړې تاريخي سيمه کې د يو شمېر تفريحي ځايونو او هوټلونو جوړېدل کولی شي چې دغې سيمې ته د سيلانيانو د ورتګ زمينه مساعده کړي.
دوی وايي، له کلونو وروسته ياده ولسوالي او د تورې بوړې تاريخي سيمه پوره امن شوې، خو که حکومت ورته پاملرنه وکړي نو د سياحت په مرکز بدلېدلی شي.
په ۲۰۰۱ کال کې هغه مهال چې د طالبانو واکمني ړنګېده دا سيمه د امريکايي ځواکونو له لوري په درنو بمونو بمبار شوه چې ډېر کلونه په کې ماشومان په بدن نيمګړي پيدا کېدل.
تر دغو بريدونو څو کلونه وروسته هغه مهال چې د وسله والو طالبانو ډله په زور کې شوه د تورې بوړې سيمه يې خپل ستر مرکز ګرځولی و، خو په دې وروستيو کې پر داعش وسله والو د حکومت د عملياتو او ولسي خلکو د پاڅون پرمهال ياده سيمه په بشپړه توګه امن شوې ده.
اوس ځايي خلک وايي، چې دا سيمه تاريخي ارزښت لري او د ښو طبيعي منظرو او سياحت لپاره مناسب ځايونه لري چې لږه پاملرنه ورته کولی شي، دا سيمه د سيلانيانو په مرکز بدله کړي.
واحد الله چې د پچيراګام ولسوالۍ اوسېدونکی او دغلته د ليني موټر چلوونکی دی، وايي که د ولسوالۍ سړک ورغول شي او تورې بوړې کې هوټلونه او نور د اوسېدو ځايونه جوړ شي، نو د سيلانيانو پاملرنه به ځانته راواړوي.
د يادې ولسوالۍ بل اوسېدونکى ذبيح الله وايي، ياده ولسوالي نه يوازې دا چې د سړک په برخه کې ستونزه لري، بلکې له دې سربېره د روغتيا، پوهنې، بيارغونې او عامه خدماتو په برخه کې يې خلک له ستونزو سره مخ دي.
هغه زياته کړه، اوږدو جګړو د دغې ولسوالۍ خلک او په ځانګړې توګه ځوانان له بې روزګارۍ سره مخ کړي او که د تورې بوړې سيمه د سياحت په سيمه بدله شي، نو هم به د ننګرهار د عوايدو په لوړېدو کې برخه ولري او هم به ځوانانو ته کار موندنه شوې وي.
د پچيراګام ولسوال حضرت خان خاکسار هم وايي چې د دغې ولسوالۍ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې بې روزګاري يې تر ټولو لويه ستونزه ده.
نوموړی وايي، د بيارغونې د پروژو پلي کېدو، پوهنې او روغتيا په برخو کې د ستونزو حل او د ولسوالۍ د لويې لارې د رغونې ستونزې يې له ولايتي ادارې سره شريکې کړې دي.
خو د ولسوال په وينا، د تورې بوړې تاريخي سيمې ته پاملرنه دغې ولسوالۍ ته يو ځانګړی اقتصادي ارزښت ورکولی شي.
دی زياتوي، که د تورې بوړې سيمه کې هوټلونه جوړ شي، لاره يې ورغول شي، نو د ډېرو سيلانيانو پام به ځانته راواړوي چې ورسره به د بې روزګارۍ د کچې په کموالي او د خلکو د اقتصاد پر پياوړتيا به هم مثبت اغېز پرېباسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن