د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خلک: دګردېز په څېر دې ولسوالیوکې هم دافغانیو د ترویج پروسه پيل شي

خلک: دګردېز په څېر دې ولسوالیوکې هم دافغانیو د ترویج پروسه پيل شي

Jan 02, 2020 - 18:18

ګردېز (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٨): د پکتيا اوسېدونکي د دې ترڅنګ چې د افغانیو د ترویج پروسې په بشپړولو کې له ولایتي ادارې سره ځانونه همکار بولي، وايي چې د مرکز ګردېز په څېر دې په ولسوالیو کې هم په پوره جدیت دغه پروسه پيل شي.

د پکتیا رسنیز دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه خبرې د دې د خصوصي سکتور او بېلابېلو اصنافو استازو، ټولنیزو فعالانو، قومي مشرانو او ځوانانو نن په رابلل شوي خبري کنفرانس کې وکړې او زیاته یې کړه چې د مرکز ګردېز په څېر دې په ولسوالیو کې هم په پوره جدیت دغه پروسه تکميل شي.

دوی د ولایتي ادارې او په ځانګړې توګه د پکتیا والي شمیم خان کټوازي له خوا د افغانیو د ترویج د یو کلنو هڅو ستاینه وکړه، چې په پوره قاطعیت سره یې په راکړو ورکړو کې د کلدارو د مخنیوي هڅې وکړې.

د خصوصي سکتور او کاروباري طبقې په استازولۍ ډاکټر سميع الله احمدزي وویل، چې ټول اصناف او خصوصي سکتور له ولایتي ادارې سره د ملي کرنسۍ په ترویج کې همکار دی او دا چاره خپل ملي رسالت بولي.

ده زياته کړه، د پاکستانیو کلدارو د ارزښت له کمېدو سره ډېری هغه خلک چې کلدارې یې کارولې، زیانمن شوي او دې احتمال ته په کتو سره چې دغه کرنسي به نوره هم بې ارزښته شي، باید چې خپلې افغانۍ وکاروو.

ديني عالم مولوي معصوم جان وویل، د خپلو ملي ارزښتونو د ساتنې او افغانیو د بشپړ ترویج لپاره ديني عالمانو د ممبر له لارې سپارښتې کړې دي او دغه لړۍ به ادامه پیدا کړي.

د پکتیا ولایت ویاند عبدالله حسرت وویل، په مرکز ګردېز کې د افغانیو د ترویج د پروسې له بشپړ بریالیتوب وروسته په ولسوالیو کې هم ورته هڅې روانې دي، چې ډېر ژر به هلته هم دغه مرحله بشپړه او ملي سیکه به په ټولو سوداګریزو راکړو ورکړو کې وکارول شي.

نوموړي په پکتیا کې د دغې پروسې د اوږدېدو یو مهم علت د ډيورنډ کرښې د هغې غاړې په ګډون له ګاونډيو ولایتونو څخه د اشخاصو او اموالو د ورځني عبور و مرور په لړ کې د کلدارو راتګ یاد کړ، چې د افغانیو د ترویج هڅې یې ننګولې.

حسرت په اکثریت دغو ولایتونو کې د افغانیو دودولو د هڅو پیل نېک شګون وباله او ویې ویل، چې په ټولو سرحدي ولایتونو کې د دغې پروسې پیل به پاکستانۍ کرنسي له راکړو ورکړو ورکه او ملي سيکه به یې ځای ونیسي.

ده زیاته کړه، چې په بازار کې د نرخونو د اعتدال لپاره به هم له قانوني لارو چارو کار واخیستل شي او په دې برخه کې به اقدامات چټکتیا ومومي.

د والي ویاند له ټولو اصنافو، دیني علماوو، مدني ټولنو، رسنیو او د پکتیا له ولس څخه هم مننه وکړه، چې د خپل ملي اقتصادي هویت د ساتنې، د پاکستان د پولي او اقتصادي یرغل د مخنیوي او ملي کرنسۍ په ترویج کې یې له ولایتي ادارې سره په دوامداره ډول همکارۍ کړې دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan