د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل کې د چاپيريال پاک ساتلو په موخه کمپاين پيل شو

په کابل کې د چاپيريال پاک ساتلو په موخه کمپاين پيل شو

Jan 02, 2020 - 17:29

کابل (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٨) : په کابل ښار کې د (قلم لار ) ټولنې له خوا د چاپيريال پاک ساتلو په موخه کمپاين پيل شو چې په کې لسګونو ځوانانو برخه اخيستې ده.

دغه کمپاين نن د مرغومي په ١٢مه، د کابل له نوي ښار څخه پيل شو او د يادې ټولنې غړي پر دوکانونو، سرايونو او مارکېټونو وګرځېدل او خلکو ته يې د چاپيريال پاک ساتلو په موخه عامه پوهاوى ورکړ.

دوى له ځان سره د چاپيريال پاکولو شعارونه هم ګرځول او له عام ولس څخه يې غوښتنه وکړه چې د خپل ښار او چاپيريال پاکولو کې برخه واخلي .

د قلم لار ټولنې مشر عطاء الله ويسا پژواک اژانس ته وويل، له دې کمپاين څخه يې موخه خلکو ته پوهاوى ورکول دي چې بايد په ګډه ښار پاک کړي او په دې برخه کې هر کس خپل مسووليت ادا کړي .

دى وايي، خلک بايد د هغو توکو له استعمال څخه ډډه وکړي چې چاپيريال خرابوي.

ويسا له دولت څخه وغوښتل،  څو هغو کسانو ته چې چاپيريال ککړوي او قانون نه مراعتوي له  قانون سره سم سزا ورکړي او  نغدي  يې جريمه کړي.

نوموړي زياته کړه، پاک چاپيريال يواځې د دولت دنده نه ده ، بلکې ډېر مسووليت د خلکو دی چې په دې برخه کې ډېر کار وکړي.

وروسته د قلم لار رضاکاران څو کوڅو ته لاړل او  خلک يې راوبلل چې د ښار دپاک ساتلو لپاره کار وکړي .

مطيع الله ويسا وايي چې دا کمپاين به څو ورځې ادامه وکړي او ددوى رضاکاران به د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې ګرځي او خلکو ته به عامه پوهاوى ورکوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking