کابل (پژواک، ١٢مرغومی ٩٨): د سالنګونو د مراقبت او ساتنې مسوولین وايي چې دغه لویه لار له ټېلر موټرو پرته د مسافر وړونکو او باروړونکو موټر پر مخ له دواړو لوریو خلاصه شوې ده.
د سالنګونو د مراقبت او ساتنې د ادارې اجرایيوي مدیر سميع الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د سالنګونو د مراقبت او ساتنې ادارې د عملیاتي کارکوونکو څلور ډلې له تېرې ورځې راهیسې د سوېلي او شمالي سالنګونو د لویې لار د واورې په پاکولو بوخت دي.
هغه نن سهار پژواک خبري اژانس ته وویل، ښايي د درنو واورو په پاکولو څو ساعته وروسته دغه لویه لار د ټېلري موټرو پر مخ هم خلاصه شي.
سرچینې د سالنګ لویې لارې د عمومي وضعیت په اړه وویل، د لیدو سیمه ۴۰۰ متره، د باد سرعت په ثانيه کې ۴ متره، ۱۰۰ سلنه رطوبت، د سړې هوا درجه ۱۱ سانتي ګراد، د سړک پر سر یخک شاوخوا ۳۵ کیلومتره، په شمالي سالنګ کې د واورې ارتفاع ۳۵ سانتي متره او په سوېلي سالنګ کې ۴۰ سانتي متره او په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د واورې ښویېدو اټکل ۹۰ سلنه دی.
دا په داسې حال کې ده چې د سالنګ لویه لار تېره ورځ د واورې ښویېدو او شدید باد له امله د ټېلري موټرو پر مخ بنده وه.
د سالنګ لویه لار د هندوکش لوړو غړو ترمنځ له یوه تونله تېرېږي چې ۲،۷ کیلومتره اوږدوالی لري، دغه لویه لار د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره تړي.
له دې لارې تګ راتګ په ژمي کې له خطر سره مل وي.
په ۱۳۸۸ کال کې په سوېلي سالنګ کې د سخت توفان او واورې ښویېدنې له امله شاوخوا ۱۷۰ کسان مړه او ۱۲۵ نور ټپیان شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن