ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: په خوست کې قومي شخړې د پرمختيايي پروژو د تطبیق پر وړاندې ستر خنډ دي

والي: په خوست کې قومي شخړې د پرمختيايي پروژو د تطبیق پر وړاندې ستر خنډ دي

author avatar
3 Jan 2020 - 10:51
والي: په خوست کې قومي شخړې د پرمختيايي پروژو د تطبیق پر وړاندې ستر خنډ دي
author avatar
3 Jan 2020 - 10:51

خوست ښار (پژواک، ۱۳ مرغومی ۹۸): د خوست والي وايي، قومي شخړو په دغه ولايت کې د پرمختيايي پروژو د تطبيق پر وړاندې ستر خنډ جوړ کړی دى.

هغه وايي، د تېر يو کال په جريان کې ۲۸۱ لويې او وړې قومي شخړې يې د قومي مشرانو، ولسوالانو د او شخړو او منازعو د حل کمېسيون په مرسته د ولايت په کچه حل کړې دي.

والي محمد حليم فدايي دا څرګندونې تېر مازديګر ناوخته د «تېر یو کلن مزل» تر نامه لاندې د ولسونو يوې غونډې ته وکړې چې د يو کال لاسته راوړنو په مناسبت جوړه شوې وه.

د هغه په وينا، قومي شخړو په دغه ولايت کې د حکومتي خدماتو پر وړاندې همېشه ستر خنډ جوړ کړی دی چې ښه بېلګه يې صنعتي پارک دی چې کارونه یې تر اوسه پورې نه دي پيل شوي.

ده زياته کړه چې په راتلونکي کال کې به يې ډېر تمرکز پر اداري او ټولنيزو اصلاحاتو، د قومي شخړو په له منځه وړلو، پر زېربنايي او اقتصادي کارونو باندې وي.

دی وايي: ((نور که څوک خپه کېږي او که خوشحالېږي، که يې زړه چوي او که تازه کېږي، موږ ډېر ژر د همدغه کال په لومړۍ ربعه کې د صنعتي پارک کار عملاً پيلوو او که څوک يې پر وړاندې ودرېدل، قاطع چلند به ورسره کوو. که صنعتي پارک فعال کړو، نو موږ په دوامدره توګه شل زره کسانو ته د کار زمينه برابرولی شو.))

والي وويل، د دې ټولو ستونزو د له منځه وړلو لپاره په دولتي ادارو کې ژورو اصلاحاتو ته اړتيا ده چې ولايتي اداره يې غښتلې اراده لري.

د ده په وينا، دا مهال په بېلابېلو دولتي ادارو کې ۷۴۴ بستونه خالي دي چې په ډکولو سره به يې ادارې پياوړې او په شفافه توګه به ولس ته خدمات وړاندې کړي.

دی زياتوي: ((نن که غصب کېږي، که په ښار کې بې پلانه ساحې دي، علت يې دا دی چې ادارې کمزورې دي. موږ ته وايي چې د اولې درجې تشکيلات راته راوړه، خو څرنګه نور تشکيل وغواړم چې زما دغه ۷۴۴ بسته خالي دي او نه دي ډک. ايا ۷۴۴ خلک په دايمي کار په حکومت کې ګومارل دا وړه خبره ده. د بايومټريک په نتيجه کې موږ ته دا معلومات وشول، که نه دا معلومات موږ ته نه وو.))

فدايي همدا ډول دې غونډې ته وويل چې په تېر يو کال کې يې له عايداتي سرچينو څخه ټول You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.