ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې ځيني ښوونکي په جعل او تزوير مقرر شوي

بلخ کې ځيني ښوونکي په جعل او تزوير مقرر شوي

author avatar
4 Jan 2020 - 14:49
بلخ کې ځيني ښوونکي په جعل او تزوير مقرر شوي
author avatar
4 Jan 2020 - 14:49

مزارشريف (پژواک، ۱۴ مرغومی ۹۸): د بلخ د پوهنې رياست مسوولين وايي چې له دې وروسته هېڅ يو ښوونکی او د پوهنې کار کوونکی په جعل، تزوير او خيالي ډول معاش او امتياز نه شي اخيستلی.

د هغوی په خبره، په تېره يوه مياشت کې يې د مزارشريف ښار په ګډون د بلخ د څوارلس ولسواليو ښوونکي او د معارف کارکوونکي بايومټريک کړي چې څو د پوهنې په سکتور کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.

په ورته مهال يو شمېر ښوونکي او د پوهنې کارکوونکو بايومټريک پروسې ته خوښ دي او زياتوي چې په دې سره به د خيالي او غايبو معلمينو مخه ونيول شي.

د بلخ د پوهنې رياست د څارنې او راجسټرېشن عمومي مدير عطامحمد شرفيار د مرغومي په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په بلخ ولايت کې د ښوونکو او د معارف د کارکوونکو د بايومټريک پروسه په رسمي ډول پای ته رسېدلې ده.

هغه زياته کړه چې د دې پروسې پر مهال د مزارشريف ښار په ګډون د بلخ د څوارلس ولسواليو ۱۴۹۲۵ ښوونکي او د پوهنې کارکوونکي بايومټريک شوي دي.

د شرف يار په خبره، د بايومټريک پروسې پر مهال يو شمېر معلمين او د معارف کار کوونکي د قانوني عذر له امله پاتې شوي چې په همدې خاطر دغه لړۍ د لنډې مودې لپاره غځول کېږي.

هغه زياته کړه: ((لکه څنګه چې تاسې پوهېږئ، پخوا د بايومټريک سيستم نه و، نو يو شمېر معلمين په جعل او تزوير مقرر شوي وو، دغو ښوونکو به په ډېرې اسانۍ خيالي معاشونه او امتيازات اخيستل.))

د بلخ پوهنې رياست د نظارت مسوول که څه هم تاييدوي چې په دغه ولايت کې هم يو شمېر معلمين په جعل او تزوير ټاکل شوي وو او امتيازات يې اخيستل خو د دقيق شمېر په تړاو يې معلومات ورنه کړل.

د هغه په وينا، له دې وروسته به د بلخ په کچه د پوهنې رياست په چوکاټ کې د ښوونکو او معارف کارکوونکو په مقررۍ او دنده کې هېڅ ډول جعل، تزوير او په دنده کې غيابت ځای ونه لري.

د شرفيار په خبره، له دې وروسته به د پوهنې هر ښوونکی او خدماتي کارکوونکی د قانوني مراحلو  له طی کولو وروسته خپل معاشات او امتيازات ترلاسه کوي.

د بلخ د بېلابېلو ښوونځيو ښوونکي هم په دغه ولايت د بايومټريک له عملي شوې پروسې خوښ دي.

د ذبيح الله شهيد عالي لېسې مديره جميله احمدزۍ وايي چې د يادې پروسې په عملي کېدو سره تر ډېره د معارف په چوکاټ کې د ناقانونه کړنو او پيسو حيف او ميل کېدو مخه نيول کېدای شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.