د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بلخ کې ځيني ښوونکي په جعل او تزوير مقرر شوي

بلخ کې ځيني ښوونکي په جعل او تزوير مقرر شوي

Jan 04, 2020 - 14:49

مزارشريف (پژواک، ۱۴ مرغومی ۹۸): د بلخ د پوهنې رياست مسوولين وايي چې له دې وروسته هېڅ يو ښوونکی او د پوهنې کار کوونکی په جعل، تزوير او خيالي ډول معاش او امتياز نه شي اخيستلی.

د هغوی په خبره، په تېره يوه مياشت کې يې د مزارشريف ښار په ګډون د بلخ د څوارلس ولسواليو ښوونکي او د معارف کارکوونکي بايومټريک کړي چې څو د پوهنې په سکتور کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.

په ورته مهال يو شمېر ښوونکي او د پوهنې کارکوونکو بايومټريک پروسې ته خوښ دي او زياتوي چې په دې سره به د خيالي او غايبو معلمينو مخه ونيول شي.

د بلخ د پوهنې رياست د څارنې او راجسټرېشن عمومي مدير عطامحمد شرفيار د مرغومي په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په بلخ ولايت کې د ښوونکو او د معارف د کارکوونکو د بايومټريک پروسه په رسمي ډول پای ته رسېدلې ده.

هغه زياته کړه چې د دې پروسې پر مهال د مزارشريف ښار په ګډون د بلخ د څوارلس ولسواليو ۱۴۹۲۵ ښوونکي او د پوهنې کارکوونکي بايومټريک شوي دي.

د شرف يار په خبره، د بايومټريک پروسې پر مهال يو شمېر معلمين او د معارف کار کوونکي د قانوني عذر له امله پاتې شوي چې په همدې خاطر دغه لړۍ د لنډې مودې لپاره غځول کېږي.

هغه زياته کړه: ((لکه څنګه چې تاسې پوهېږئ، پخوا د بايومټريک سيستم نه و، نو يو شمېر معلمين په جعل او تزوير مقرر شوي وو، دغو ښوونکو به په ډېرې اسانۍ خيالي معاشونه او امتيازات اخيستل.))

د بلخ پوهنې رياست د نظارت مسوول که څه هم تاييدوي چې په دغه ولايت کې هم يو شمېر معلمين په جعل او تزوير ټاکل شوي وو او امتيازات يې اخيستل خو د دقيق شمېر په تړاو يې معلومات ورنه کړل.

د هغه په وينا، له دې وروسته به د بلخ په کچه د پوهنې رياست په چوکاټ کې د ښوونکو او معارف کارکوونکو په مقررۍ او دنده کې هېڅ ډول جعل، تزوير او په دنده کې غيابت ځای ونه لري.

د شرفيار په خبره، له دې وروسته به د پوهنې هر ښوونکی او خدماتي کارکوونکی د قانوني مراحلو  له طی کولو وروسته خپل معاشات او امتيازات ترلاسه کوي.

د بلخ د بېلابېلو ښوونځيو ښوونکي هم په دغه ولايت د بايومټريک له عملي شوې پروسې خوښ دي.

د ذبيح الله شهيد عالي لېسې مديره جميله احمدزۍ وايي چې د يادې پروسې په عملي کېدو سره تر ډېره د معارف په چوکاټ کې د ناقانونه کړنو او پيسو حيف او ميل کېدو مخه نيول کېدای شي.

هغې پژواک ته وويل چې بايومټريک سيستم له حاضري نيولې د معاشاتو تر ورکړې او د پوهنې رياست په چوکاټ کې د تغيير او مقررۍ پر چارو مثبت اغېز کولای شي.

مېرمن جميلې وويل: ((همدا اوس هم د لرو پرتو سيمو، په ځانګړې ډول د ناامنو ولسواليو ښوونکي په ښار کې پراته دي، په مياشتو  هم خپلې دندې ته نه حاضرېږي، خو هره مياشت خپل معاشونه اخلي، زه هيله لرم که د بايومټريک پيل شوې لړۍ په  صحيح ډول عملي شي، نو د دې ټولو مخه به ونيول شي.))

د هغې په وينا، د بلخ په يو شمېر مکتبونو کې مديرانو خپل خپلوان د ښوونکو په توګه مقرر کړي او معاشونه يې بيا په خپلو کې سره وېشي.

مېرمن احمدزۍ د بلخ پوهنې له رياسته غوښتنه وکړه چې د بايومټريک پروسې پر مهال د پيدا شوو خيالي او غايبو ښوونکو له موضوع سره جدي او قانوني چلند وکړي.

هغې همدا راز وويل، هغه ښوونکي او د معارف کارکوونکي بايد وستايل شي چې په رښتيني ډول خپله دنده پر مخ بيايي.

رحيمه په بلخ ولسوالۍ کې ښوونکې ده، هغې پژواک ته وويل چې د بايومټريک پروسې په پلې کېدو سره به د معارف په سيستم کې تر ډېره شفافيت رامنځته شي.

د هغې په وينا، له دې وروسته د هېڅ مکتب مدير نه شي کولای چې د خيالي او غايبو ښوونکو په نوم معاش او نور امتيازات ترلاسه کړي.

دغه ښوونکې زياتوي چې بايومټريک پروسه به په ښوونځيو کې د ښوونکو پر حاضرۍ هم مثبت اغېز وکړي او په خبره يې چې بايومټريک شوي ښوونکي مکلف دي چې هره ورځ پر خپل ټاکلي وخت ښوونځي ته ولاړ شي او پر ټاکلي وخت ترې راووځي.

د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ يوه ښوونکي محمد انور پژواک ته وويل چې روانو جګړو د دې ولسوالۍ د پوهنې پر بهير ناوړه اغېز کړی دی.

هغه زياته کړه چې ځيني وخت د جنګونو له امله ښوونځي تړلي وي او ځيني مهال بيا د ښوونکو د غیر حاضرۍ له امله په ښوونځيو کې درسونه نه وي.

دغه ښوونکی زياتوي چې يو شمېر معلمين به د نا امنۍ په پلمه په مياشتو مياشتو هم ښوونځيو ته نه ورتلل.

د هغه په وينا، معارف رياست بايد له دې وروسته په جدي ډول څارنه وکړي څو په ښوونځيو کې د معلمينو د دوامدار غيابت مخنيوی وکړي.

په ورته مهال د بلخ د پوهنې رييس علي الله اميري وايي چې دغه ولايت کې د بايومټريکي ثبت پروسه په رسمي ډول پای ته رسېدلې خو دوی د کار د لا موثريت په موخه د څو نورو محدودو ورځو لپاره غځولې ده.

اميري زياته کړه چې د دوی فني ټيم د بايومټريک پروسې پر مهال له هېڅ ډول جدي ستونزې سره نه دی مخ شوی.

د هغه په خبره، دغه پروسه د معارف په خدماتي چارو کې د لا شفافيت په موخه تطبيق شوې ده.

د پوهنې رييس بيا وايي چې د بايومټريک پروسې پر مهال يې په بلخ کې خيالي معلمين نه دي موندلي خو زياتوي چې يو شمېر غير حاضر او غايب ښوونکي يې پېژندلي دي.

د معلوماتو له مخې، په بلخ ولايت کې شاوخوا ۵۵۰ ښوونځي فعال دي چې د ټولو زده کوونکو نږدې ۴۰ سلنه نجونې جوړوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement