ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ځیني خلک د غږيزو او انځوريزو رسنيو د خپرونو کیفیت له ټيټوالي شکايت کوي

د خوست ځیني خلک د غږيزو او انځوريزو رسنيو د خپرونو کیفیت له ټيټوالي شکايت کوي

author avatar
4 Jan 2020 - 14:07
د خوست ځیني خلک د غږيزو او انځوريزو رسنيو د خپرونو کیفیت له ټيټوالي شکايت کوي
author avatar
4 Jan 2020 - 14:07

خوست ښار (پژواک، ۱۴ مرغومی ۹۸): د خوست ولايت يو شمېر اوسېدونکي د ځينو شمېر ځايي غږيزو او انځوريزو رسنيو د خپرونو له ټيټ کيفيت څخه شکايت کوي، خو ديو شمېر راډيو ګانو مسوولين وايي چې دوى تر خپله وسه ښه نشرات وړاندې کړي او تر اوسه ترې کوم جدي شکايت نه دى شوى.

دوى وايي، رسنۍ چې په اوسنۍ نړۍ کې ورته د څلورم ځواک په بڼه کتل کېږي او د نورو ګڼو مسووليتونو ترڅنګ يې يوه دنده څار او د ټولنې اصلاح ده، خو په دغه ولايت دا هر څه برعکس روان دي.

د دوی په وينا، په دغه ولايت کې يو شمېر ځايي غږيزې او تصويري رسنۍ خپل زياتره وخت په داسې مسایلو مصرفوي چې هېڅ اړتيا نه ورته ليدل کېږي او د ګټې پر ځای د ټولنې پر زيان تمامېږي.

د خليل جان ګربزوال په نوم د دغه ولايت يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، سره له دې چې په دغه ولايت کې ځايي رسنۍ ډېر اورېدونکي لري، خو د يو شمېر رسنيو خپرونې د ټولنې هېڅ په درد نه خوري.

دی زياتوي: ((دلته تر ډېره بريده غږيزې رسنۍ ډېر اورېدونکي لري، خو د هغوی د خپرونو کيفيت ډېر ټيټ دی او ځيني خو يې داسې خپرونې هم لري چې د کور له نورو غړو سره يې يو ځای نه شې اورېدلی.))

د بسم الله ارمان په نوم د دغه ولايت يوه مدني فعال پژواک اژانس ته وويل، ددې رسنيو ځينې مامورين غير مسلکي دي او بل د ټولنې له شته دود او کلتور سره سم بلد هم نه دي.

د هغه په وينا، د نورو ولايتونو په پرتله د خوست د ټولنې کلتور يو څه سخت دی او ځېنې کسان چې په دغه رسنیو کې کار کوي، پر دې نه پوهېږي چې کومه ټوکه او یا خبره دې کوي په کورونو کې د اورېدو وړ ده، يا نه.

د دلاور په نوم د دغه ولايت يوه قومي مشر هم پژواک اژانس ته وويل چې د خوست په يو شمېر غږيزو او تصويري رسنيو کې غير مسلکي کسان پر کار بوخت دي.

نوموړي زياته کړه، ځيني مهال دوى د مرکو پر مهال د کس شخصي حريم ته داخلېږي چې دا د ژورنالېزم او د رسنيو له قانون سره په ټکر کې کار دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.