ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ډالر او پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی

د ډالر او پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی

author avatar
4 Jan 2020 - 15:31
د ډالر او پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی
author avatar
4 Jan 2020 - 15:31

 

کابل (پژواک، ۱۴ مرغومی ۹۸): د تېرې شنبې په نسبت نن په کابل ښار کې د ډالر او کلدارې پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت له لوړوالي سره د قزاقي اوړو او پاکستانۍ بورې بیې راټیټې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو اوو ورځو کې پرون د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱،۲ سلنه او د کلدارې پر وړاندې ۴،۴ سلنه لوړ شوی دی.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي میر حسین صداقت پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یو امریکایي ډالر پېرلو ارزښت ۷۷،۱۵ افغانۍ او ۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې په ۴۷۷ افغانۍ بدلېږي.

د لېندۍ په ۷مه د یوه امریکایي ډالر د پلور ارزښت ۷۸،۱۵ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۴ افغانۍ بدلېدې.

د کابل ښار د شهزاده سرای د ځینو صرافانو په وینا، په سرحدي ولایتونو کې پر پاکستانۍ کلدارې بندیز، د ډالر او پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې د افغانۍ لوړېدو ستر لامل دی.

د یادونې ده، د روان کال د لېندۍ میاشتې په وروستیو کې د افغانستان حکومت په یو شمېر سرحدي (خوست، ننګرها، لغمان او پکتیا) ولایتونو کې د افغانیو د ترویج په موخه د کلدارې د راکړې ورکړې پر وړاندې کمپاین پیل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې هېواد په ځینی هغه ولایتونه چې د ډیورڼډ کرښې په اوږدو پراته دي، ډېری له پاکستانۍ کلدارو او هغه ولایتونه چې له ایران سره سرحد لري، له ایراني تومانو ګټه اخیستل کېږي.

د ډالر او پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت له لوړېدو سره د کابل په بازارونو کې د قزاقي اوړو او پاکستانۍ بورې بیې هم رالوېدلې دي.

د کابل ښار د منډوي بازار یوه عمده پلورونکی محمد صمیم پژواک ته وویل چې نن د تېرې شنبې په نسبت په عمده ډول د ۴۹ کیلويي پاکستانۍ بورې بیه له ٢٠۴۰ څخه ۱۹۵۰ او د ۴۹ کیلويي قزاقي اوړو بیه له ۱۶۰۰ څخه ۱۵۵۰ افغانیو ته رالوېدلې ده.

نوموړي په کابل ښار کې د قزاقي اوړو او پاکستانۍ بورې د بیو ټیټېدو لامل د ډلر او پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې د افغانۍ لوړالی بللی دی.

خو ده وویل چې نن د تېرې اوونۍ په څېر ۲۴ کیلويي اول سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۱۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۳۰۰ افغانۍ، یوه کیلو اندونیزیایي شین چای په ۳۰۰ افغانۍ او یوه کیلو افریقایي تور چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.