د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کونړ ناوه پاس ته د امنیت په ټینګېدو سره د سیلانیانو پام اوښتی

د کونړ ناوه پاس ته د امنیت په ټینګېدو سره د سیلانیانو پام اوښتی

Jan 04, 2020 - 15:22

اسعداباد (پژواک، ۱۴ مرغومی ۹۸): د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند ناوه پاس سيمه کې له ‌ډېرو کلونو وروسته د امنيت په ټينګښت سره یادې سيمې ته د سيلانيانو پام ور اوښتی دی.

په چکر ورغلي ځوانان وايي، که د دې ښکلې سيمې لاره جوړه شي او هلته د اوسېدو لپاره په کې اسانتیاوې برابرې شي، نو لا به د سياحت پر مرکز بدله شي.

‎د سيمې ښایست او د امنيت شتون سیلانیان ور مات کړي دي، ډلې ‌‌‌‌‌‌ډلې ځوانان د کونړ له بېلابېلو سيمو، ننګرهار، کابل او حتی له يو شمېر نورو ولايتونو هم د دې طبيعي منظرو د نندارې په خاطر ورځي، خو د جمعې په ورځو کې یې ګڼه ګوڼه لا زياته وي.

‎خالد سمير هم يو له هغو کسانو دی چې دې سيمې ته له خپلو ملګرو سره په چکر راغلی.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((ملګري دي ټول له جلال اباده راغلي يو، غوښتل مو چې ناوه پاس ته راشو، د وطن دې ښکلاګانو نه خوند واخلو،  ډېر وخت مو په ښارياتو کې تېر کړی، غوښتل مو چې د وطن له دې ښکلو ځايونو خوند واخلو.))

‎د غرونو پر سر د ورېځو لړې، وخت ناوخت باران او دې ورځو کې د د واورې ورښت دا سیمه لا ښکلې کړې ده.

‎ورغلي ځوانان انځورونه اوباسي، د يادګار په توګه یې له ځان سره ساتي او وايي، له دې سيمې ډېر خوند اخلي.

د پروېز رومل په نوم يو بل ځوان چې له تره زامنو سره د دغې سيمې نندارې ته ورغلی، وايي، هېڅ باور يې نه کېږي چې په افغانستان کې دې په لرو غره ييزو سيمو کې داسې ښکلې منظرې او امن موجود وي.

سيلانیان غوښتنه کوي که د دې ځای لاره جوړه شي، هلته هوټلونه، د اوسېدو ځايونه او نورې اسانتياوې برابرې شي، نو دا سيمه به بهرنيو هيوادونو ته د چکر په خاطر د تلونکو ډېرو افغانانو مخه ونيسي.

د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم پژواک اژانس ته وويل، دا سيمه چې تر پنځو کلونو ناامنيو وروسته امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې له وسله والو پاکه کړې، د بيارغونې لپاره يې بېلابېل پلانونه جوړ شوي دي.

دی وایي، د سيمې له خلکو سره د هغوی د ړنګو شويو مېنو د رغونې په برخه کې همکاري، د سړک رغول او د ناوه پاس په سيمه کې د تفريح ځايونو، هوټلونو او نورو اسانتياو برابرولو لپاره پر لارو چارو کار روان دی چې د خصوصي سکټور له لارې به هم ځينې برنامې پلې شي.

‎خو د دې سيمې پر لوړو څوکو د اغزن سیم موجوديت دا سيمه په دوو برخو وېشلې، ‌‌‌‌‌‌د ‌‌‌‌‌‌ډېرو کورنيو يو ورور د اغزن سيم دې غاړې او بل ورور یې هغې غاړې پاتې شوی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement