ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محب: د افغانستان خاوره به د هيڅ بهرني هېواد پر ضد ونه کارول شي

محب: د افغانستان خاوره به د هيڅ بهرني هېواد پر ضد ونه کارول شي

author avatar
4 Jan 2020 - 19:40
محب: د افغانستان خاوره به د هيڅ بهرني هېواد پر ضد ونه کارول شي
author avatar
4 Jan 2020 - 19:40

کابل (پژواک ١٤ مرغومى ٩٨): د ملي امنيت سلاکار د ايران سفير ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به د هیڅ بهرني هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب نن د کابل لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر بهادر امینیان سره ولیدل.

سرچينه زياتوي، د ملي امنیت سلاکار د ایران له اسلامي جمهوریت څخه مننه وکړه، چي د کلونو په اوږدو کي یې افغان کډوالو ته په خپله خاوره کي ځای ورکړی او د ژوند شرایط یې ورته اماده کړي.

هغه وویل، افغان دولت خپلو خلکو، ګاونډیانو او متحدینو ته ډاډ ورکوي، چي خاوره به یې د هیڅ بهرني هېواد پر ضد نه کارول کېږي او هیله لري، چي ایران په افغانستان کي خپل مثبت او رغوونکي رول ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، افغان دولت هیله لري، چي د ایران د اسلامي جمهوریت او د امریکا د متحدو ایالاتو ترمنځ راپورته شوي اختلافونه د خبرو اترو له لاري حل شي.

د کابل لپاره د ایران سفیر بهادر امینیان په دې لیدنه کي وویل، چي هېواد یې د افغانستان له ښه نیت څخه ډاډه دی او له دې خاطره مننه کوي.

دغه کتنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ايران د قدس ځواکونو قومندان قاسم سليماني تېره ورځ د عراق د پلازمېنې بغداد په هوايي ډګر کې له پنځو نورو کسانو سره یو ځای د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شو.

د نوموړي وژنه، ځينو افغان سیاسي ګوندونو او سیاستوالو غندلې او نوموړي ته یې د «شهید» خطاب کړی دی، خو افغان حکومت په احتیاطي ډول له امریکا او ایران څخه غوښتي چې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.