زرنج (پژواک، ١٤ مرغومی ٩٨): د نیمروز سیمه ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله پلار او لور وژل شوي دي.
د خاشرود ولسوال عبدالجلیل وطن دوست پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه تېر مازدیګر د خاشرود ولسوالۍ د مرکز په شهر خاش سیمه کې داسې مهال رامنځته شوه چې یاد کس او لور یې پر موټر سایکل له سیمې تېرېدل.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې پر موټرسایکل سپور (میر حمزه) او د نوموړي کوچنۍ لور وژل شوي دي.
د ده په خبره، میر حمزه یې له لور سره بازار ته تللی و کورته د بېرته راتلو پر مهال پرې ماین چاودنه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن