کابل (پژواک، ١٥مرغومى ٩٨): د هوا ککړتيا د کچې را کمولو په موخه نن د پغمان ولسوالۍ په ارغندي سيمه کې ۱۹ د ریګریشن ساختماني شرکتونه غیرفعال شول.
د هوا ککړتيا کچې راکمولو لپاره د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ له خوا له يوې اوونۍ راهيسې په کابل ښار کې کمپاين پيل شوى دى.
دا په داسې حال کې ده چې کابل ښار د نړۍ په کچه تر ټولو د ککړې هوا لرونکی ښار بلل شوی او د کابل اوسېدونکي له کلونو راهیسې د ښار د هوا له ککړوالي څخه شکایت لري.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر شاه زمان میوندي نن د دغو شرکتونو غیرفعالولو پر مهال خبریالانو ته وویل، په دغې سيمه کې ۱۹ شرکتونو ناقانونه فعالیت درلوده چې د دغو سيمو او د ښار د هوا دککړتیا سبب شوي وو.
هغه زياته کړه، دغه ریګرېشنونه د کلیو او باغونو په منځ کې جوړ شوي او باید وروسته له دې د دوی کارونه ودرول شي.
د ده په وینا، په نږدې راتلونکې کې به له کانونو وزارت سره په همغږۍ د دغو ساختماني شرکتونو لپاره د کلیو او ښار له ساحې څخه لرې بل مناسب ځای وټاکل شي.
میوندي وویل، د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره به د کابل په ښارګوټو، هوټلونو، کارخانو او حمامونو کې د سون توکو د ارزونې او تفتیش لړۍ تر وري میاشتې دوام ولري.
د کانونو او پټرولیم وزارت د جیولیوجي ریاست ريیس محمد طاهر رضایي هم وویل، په دغې سيمه کې یواځې درې شرکتونه د فعالیت جواز لري او پاتې نورو ټولو په ناناقانونه ډول فعالیتونه پیل کړي دي.
ده زیاته کړه، دوى مخکې هم څو ځله له کورنیو چارو وزارت څخه د دغو شرکتونو د تړلو غوښتنه کړې وه، خو نن رسما غیر فعال شول.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه ولسمشر غني د هوا ککړتيا د کمولو لپاره د لوګي تصفيه کوونکو الو د نصبولو او هم د ټيرونو، ربړ او پلاستيک د سوځولو د مخنيوي لپاره دوه حکمونه صادر کړل.
په دغه حکم کې راغلي، ټولې دولتي ادارې په ځانګړي ډول کورنیو چارو وزارت او ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره د دغه حکم په تطبیق کې پر هراړخیزې همکارۍ مکلف دي.
له دې مخکې هم د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اریا ښارګوټي او ګلبهار ټاور د مرکز ګرمیو سیستمونه د ککړلې هوا له امله غیرفعاله کړي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن