کابل (پژواک، ۱۵ مرغومى ۹۸): د مشرانو جرګې غړي وایي چې یوشمېر چارواکي د دولت په دری واړو قوو کې اساسي قانون تر پښو لاندې کوي او د اساسي قانون له اونۍ د نمایشي نمانځلو پرځای د قانون له نقض مخه ونیول شي.
د افغانستان اساسي قانون په ۱۳۸۲ کال کې د اساسي قانون د لویې جرګې په وسیله تصویب شو او هر کال یوه اونۍ د اساسي قانون د تصویب د اونۍ په نامه نمانځل کېږي او په هغه کې اساسي قانون نمانځل کېږي.
پرون د اونۍ په لومړۍ ورځ د اساسي قانون د نمانځلو اونۍ جشن چې پر اساسي قانون د تطبیق د نظارت کمېسیون له خوا په کابل کې جوړ شوى و، د ولسمشرۍ دویم مرستیال سرور دانش وویل چې د تطبیق په برخه د دغه قانون کمي او ستونزې مشخصې شوې او د هغه د بیا کتنې لپاره باید زمینه برابره شي.
د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې هم په همدې اړه خبرې وشوې.
په دغه جرګه کې د فراه د خلکو استازي ګل احمد اعظمي د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې د دولت په درېیو واړو قوو کې د اساسي قانون ناقض کوونکي شته او په تېرو اتلسو کلونو کې ددغه قانون یوشمېر مواد په عمل کې نه دي پلي شوي.
نوموړي د اساسي قانون په نمانځغونډو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه: «هغه وخت چې قانون نقض کېږي، نمایشي نمانځل په درد نه لګېږي.»
د یادې جرګې بل غړي غلام محی الدین منصف وویل: «د اساسي قانون نمانځل په دې معنا دي چې موږ د قانون پلوي یو، په داسې حال کې چې په درېیو واړ قوو کې اساسي قانون نقض کېږي، که د قانون پلوي ونه اوسو، د اساسي قانون د اونۍ نمانځل اضافي لګښت دی.»
نوموړي د هېواداساسي قانون د سیمې په کچه بې مثاله وباله او زیاته یې کړ، په داسې حال کې چې ولسمشر د اساسي قانون پر تطبیق بياځلي تعهد ونه کړي، د اساسي قانون د تصويب نمانځل به نمایشي وي.
نوموړی هم د دولت په درېیو واړو قوو کې د اساسي قانون له نقض کولو د مخنیوي غوښتونکی شو او ويې یل چې د اساسي قانون تطبیق کولای شي په هېواد کې شته ستونزې حل کړي.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل چې د جرګې د غړو له خبرو سره همغږی دی او ټول باید د اساسي قانو پر وړاندې ځانونه مسوول وګڼي.
نوموړي د قانون پر تطبیق او ساتنه ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «اول د خدای ماته توفیق راکړي څو له خپل کور او مشرانو جرګې څخه د اساسي قانون تطبیق پیل کړو او د قانون د نقض کولو مخه ونیسو، هغه وخت چې قانون پلی شو، وضعیت ښه کېږي.»
د مشرانو جرګې رییس وایي، د هغو کسانو مخه باید ونیول شي چې د اساسي قانون خلاف کړنې ترسره کوي او نومونه یې باید افشا شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن